پاکستان د یمن عملیاتو کې د ګډون کولو پر غوښتنې غور کوي

تسنیم اسلم د انځور حقوق
Image caption تسنیم اسلم

پاکستاني رسنیو ویلي، اسلام آباد د سعودي عربستان پر هغې غوښتنې غور کوي، چې یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد پوځي برید کې برخه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم خبریالانو ته ویلي، سعودي عربستان له پاکستان نه په بېړني ډول غوښتي چې "یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد پوځي عملیاتو کې ګډون وکړي".

وړاندې پاکستاني حکومتي سرچینو ویلي وو، په یمن کې د حوثي شیعه ګانو پرضد عملیاتو کې د برخې اخیستو په اړه سعودي عربستان له پاکستان سره اړیکه نیولې وه.

د پنجشنبې په ورځ آغلې اسلم خبریالانو ته وویل، د سعودي حکومت په دې اړه له پاکستان نه غوښتي چې په دغو عملیاتو کې برخه واخلي.

دغې ویاندې ددې غوښتنې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو وايي چې دا مساله تر غور لاندې ده.

سرچینه وايي، په یمن کې د پاکستان دیپلوماتیکه استازولي له څپ څپانده حالت سره مخامخ ده، او په یمن کې پاکستاني وګړي هم شاید له دې هېواده له شړلو سره مخامخ شي.

ځینو عربي رسنیو مخکې ویلي وو، چې "مصر او پاکستان جنګي بېړي او الوتکې استولې دي".

د سودان د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي، خرطوم په یمن کې د حوثیانو پرضد د سعودي عربستان په مشرۍ عملیاتو کې ګډون کړی دی.

په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر عادل جبیر وايي، هېواد یې په یمن کې د شیعه حوثي یاغیانو پرضد هوايي بریدونه پیل کړي.

په دې عملیاتو کې د صنعاء "الدیلمي" هوايي اډه بشپړه ویجاړه شوې. مصر هم دغو عملیاتو کې ګډون کوي. "

جبیر زیاتوي، د ۱۰ هېوادونو د سیمه ییز ایتلاف په چوکاټ کې دا بریدونه د حوثیانو پرضد د ولسمشر عبد ربه منصور هادي د حکومت د ملاتړ او دفاع لپاره شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

نوموړي یوې خبري غونډې ته وویل: "اوس یوازې پر ځینو اهدافو هوايي بریدونه پیل شوي، خو نور ځواکونه تیارسئ ته چمتو دي او ایتلاف به هر لازم ګام پورته کړي".

مصر له سعودي سره یولاس کېږي

بل خوا، د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي "مصر په یمن کې د قانوني حکومت له غوښتنې سره سم د ملاتړو حکومتونو په چوکاټ کې د سیاسي او پوځي ګام اخیستو ملاتړ کوي. اوس مصر له سعودي سره د ګډو هوايي، سمندري او او ځمکنیو بریدونو لپاره لاسونه یو کړي چې د یمن د خاورې یووالی وساتي".

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters
Image caption د سعودي دفاع وزیر شهزاه محمد بن سلمان ته د پوځ افسرانو د عملیاتو په اړه معلومات ورکړل

ورته مطالب