د جرمن الوتکې مرستیال پیلوټ "خپله ناروغي پټه ساتلې وه"

د انځور حقوق AP
Image caption څارنوالان وايي د مرستیال پیلوټ د کړنو لپاره د هېڅ راز سیاسي یا مذهبي موخې شواهد نه لري.

جرمني کې څارنوالان وايي د جرمن وینګز شرکت مرستیال پیلوټ چې د فرانسې د الپ په غرونو کې پرې په لوی لاس د الوتکې غورځولو شک کېږي، د خپلې یوې ناروغۍ جزیاټ پټ ساتلي وو.

دوی وايي د مرستیال پیلوټ اندریس لوبیتس په کور کې یې د نوموړي د ناروغۍ په تړاو څیرې شوي کاغذونه موندلي دي.

داسې راپورونه هم شته چې ښاغلي لوبیتس ذهني ستونزې درلودې خو د ناروغۍ جزیات یې نه دي په ډاګه شوي.

د لوفتانسا هوايي شرکت چې د جرمن وینګز شرکت څښتن دی، د داسې نویو قوانینو اعلان کړی چې له مخې به یې په کبین کې پیلوټ هېڅکله یوازې نه پاتې کېږي.

د الوتکې د تورې بکسې مالومات ښيي چې ښاغلي لوبیتس په لوی لاس الوتکه پر غرونو کوزه کړه او پیلوټ یې له کبینه بهر وساته.

په پېښه کې ټولې ۱۵۰ سپرلې او د الوتکې شپږ کارکونکي ووژل شول.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په پېښه کې ټولې ۱۵۰ سپرلې او د الوتکې شپږ کارکونکي ووژل شول.

جرمن رسنۍ د هوايي چلند د اسنادو پر بنسټ وايي په ظاهره داسې ښکاري چې مرستیال پیلوټ د ژور خپګان پر ناروغۍ اخته و او په پرله پسې ډول یې معایناتو ته اړتیا درلوده.

څارنوالان وايي د مرستیال پیلوټ د کړنو لپاره د هېڅ راز سیاسي یا مذهبي موخې شواهد نه لري.

ژور خپګان څه معنا لري

ژور خپګان د څو ورځو موقتي خپګان نه دی. دا داسې یوه ناروغي ده چې که ډېره پرمختللې شي نو اخته کس لپاره ژوند بې معنا کېږي. په فزیکي ډول یې په نښو نښانو کې د سر درد، بې خوبي او دوامداره ستړیا شاملې دي چې ښايي څو میاشتې دوام ولري.

په ژور خپګان اخته کسان ښايي په ورځني ژوند کې ناارامه او ژر په قارېدونکي وي خو دغه ناروغي په هر چا بېل ډول اغېز لري او یوازې په نادرو قضیو کې د نورو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل کېږي.

که خلک یې نښې نښانې ومني او له یو چا سره د خپلو احساساتو او خپګان په اړه خبرې وکړي نو درملنه یې اسانه ده خو پر وړاندې یې تر ټولو لوی خنډ شرم دی او دا چې خلک ناروغ له ذهني پلوه کمزوری بولي.

ورته مطالب