د سوري پناه غوښتونکو شمېر "دوه برابره" لوړ شوی

د انځور حقوق EPA
Image caption د ملګرو ملتونو راپور اردن او لبنان کې میلیونونه مېشت سوري وګړي نه دي حساب کړي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمیشنري وايي، په وروستیو ۲۲ کلونو کې پرمختللو هېوادونو کې د سوري پناه غوښتونکو شمېر تر دوو برابرو ډېر لوړ شوی دی.

نژدې ۸۶۶ زره پناه غوښتونکو دا مهال د پناه اخیستو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي، چې د تېر کال په پرتله ۴۵٪ ډېروالی ښيي.

دغه راپور کاږي، د ۹۰ لسیزې لومړیو کې د بوسنیا د جګړې له وخت راهیسې اوسمهال په نړۍ کې د پناه غوښتونکو شمېر وروستي حد ته رسېدلی دی.

په سوریه او عراق کې جګړې او ناامنۍ د پناه غوښتنې اصلي لاملونه په ګوته شوي.

جرمني د اروپايي ټولنې په اډانه کې د ټول ټال پناه غوښتونکو له ډلې ۱۷۳ زره غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، چې د ټولو پناه غوښتونکو ۳۰ سلنه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور پر اساس، له جرمني وروسته، امریکا، ترکیه، سویډن او ایټالیا ته د پناه ورکولو ډېر غوښتنلیکونه شوي دي.

په دغو پنځو هېوادونو کې د پناه اخیستو نژدې ۶۰ سلنه غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د پناه غوښتنې د کمیشنرۍ ویاندې ملیسا فیلمینګ ویلي، د پناه غوښتونکو د شمېر ډېرېدل نېغ په نېغه په سوریه او عراق کې له جګړو سره تړاو لري، چې په روانه پېړۍ کې یې "تر ټولو ناوړه انساني کړکېچ" رامنځ ته کړی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption سږ کال د عراقي پناه اخیستونکو شمېر نژدې ۶۹ زره و، چې په دویم کتار کې راځي.

آغلې فیلمینګ له اروپايي هېوادونو غوښتي چې دغو پناه غوښتونکو ته د خپلو دروازو په پرانیستلو سره خپل سخاوت وښيي، لکه څرنګه یې چې د ۱۹۹۰ کال د بالقان جګړو پرمهال ښودلی و.

دغه اداره وايي، په خپل راپور کې یې د سوریې هغه بې ځایه شوي نه دي حساب کړي، چې لبنان او اردن کې اوسېږي.

د تېر ۲۰۱۴ کال اوږدو کې تر ټولو ډېر، سوري وګړو د پناه اخیستو غوښتنه کړې ده، چې د وړم ۲۰۱۳ کال د پناه اخیستونکو پرتله دوه برابره (یعنې ۱۵۰ زره) کسان ښودل شوي.

په ۲۰۱۱ کال سوریه کې له شخړې پیلېدو وروسته، اټکل شوی چې هلته له ۲۱۵ زرو ډېر انسانان وژل شوي.

سږ کال د عراقي پناه اخیستونکو شمېر نژدې ۶۹ زره و، چې په دویم کتار کې راځي.

د انځور حقوق GETTY
Image caption تېر کال ډېری پناه غوښتونکي سوري وګړي وو

د ملګرو ملتونو راپورونه وايي، افغان پناه غوښتونکي په درېیم کتار کې راځي، چې بیا وروسته د سربیا او کوسووا او اریتریا خلک ډېره پناه غواړي.

په جرمني کې یو پر څلورمه برخه پناه غوښتونکي د سوریې وګړي دي.

په امریکا کې تر ډېره کډوال د مکسیکو او د مرکزي امریکا د نورو هېوادونو وګړي دي، چې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو او انسان تښتوونکو ډلو له وېرې تښېدلي.

په راپور کې ویل شوي، بریتانیا کې تر ۳۱ زرو ډېر کډوال د پناه اخیستو په تمه دي.

د انځور حقوق AP
Image caption په ۲۰۱۱ کال سوریه کې له شخړې پیلېدو وروسته، اټکل شوی چې هلته له ۲۱۵ زرو ډېر انسانان وژل شوي.