ایتلاف یمن کې د حوثیانو ډېری توغندي ویجاړ کړي

العسیري د انځور حقوق AFP
Image caption ایتلاف وايي، د حوثیانو لاس کې یې توغندي او د توغندیو زېرمې په نښه کړې دي

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ویلي، په یمن کې یې د حوثیانو ډېری توغندي په هوايي بریدونو کې ویجاړ کړي دي.

ددغه ایتلاف ویاند ډګروال احد العسیري ریاض کې خبریالانو ته وویل: "باوري یو چې د حوثیانو توان مو له منځه وړی دی، خو موږ به د توغندیو ویجاړولو ته دوام ورکړو".

نوموړی وايي پر صنعاء د حوثیانو تر کنټرول وړاندې یمن بېلابېل توغندي لرل، چې ۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتونکي بالیستیک توغندي هم پکې وو.

د یوه خلیجي دیپلومات په ژبه ویل شوي، چې دې پوځي برید کې تر اوسه ډېر پرمختګ شوی، د حوثیانو ۲۱ سکاډ توغندي ویجاړ شوي، خو یمن ۳۰۰ سکاډ توغندي لري.

العسیري وايي: "له بریدونو پیلېدو راهیسې مو هڅه کړې چې د توغندیو زېرمې په نښه کړو".

عیني شاهدان وايي، د ایتلاف الوتکو په الحدیده ولایت کې هوايي اډه په نښه کړې ده، خو په شمالي صعده کې یې د حوثي یاغیانو دوې نورې اډې هم ویشتلې دي.

ځايي اوسېدونکي وايي د الوتکو توغندیو غږونه یې اورېدلي، چې له پلازمېنې صنعاء توغول شوي دي.

باور کېږي، چې حوثیان له ایران نه مرستې ترلاسه کوي او د تهران له ملاتړه برخمن دي، همداشان له مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح سره یې هم لاسونه یو کړي دي.

ورته مطالب