د اپل اجراييه مشر خپله شتمني خیریه بنسټونو ته ځانګړې کوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ښاغلي کوک شتمنۍ ۸۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوې

د اپل شرکت اجراییه مشر تیم کوک چې اوس مهاله د نړۍ له ښو ګټه کوونکو شرکتونو څخه ګڼل کېږي اعلان کړی چې خپله شتمنۍ به خیریه کارونو او بشر دوستانه بنسټونو ته وروبښي.

د ښاغلي کوک شتمنۍ ۸۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوې.

د شنبې په ورځ (مارچ ۲۸مه) رپوټونه خپاره شول چې تیم کوک له [فیوچر مګزین] سره په خبرو کې ویلي، هوډ لري خپله شتمنۍ بشردوستانه کارونو کې ولګوي، خو لومړی غواړي چې د خپل لس ګلن وراره د زده کړې له لګښت نه ځان ډاډه کړي.

د اپل شرکت اجرايیه مشر ویلي، دغه کړنه د هغو شتمنو مشرانو د کړو وړو دوام دی چې څه باندې ۵ کاله مخکې د مایکروسافت اجراییه مشر بیل ګیتس او امریکايي میلیاردر وارن بافت له خوا پيل شو او له شتمنو کسانو وغوښتل شول چې لږ تر لږه د خپلو شتمنیو نیمه برخه دې خیریه کارونوته ځانګړې کړي.

له هغه مهاله راپدېخوا د نړۍ ډېری شتمنو کسانو دغه غوښتنه په ویړه ټنډه ومنله لکه د فیسبوک ټولنیزې شبکې بنسټګر مارک زوکربرګ او له ۱۰۰نه ډیرو شتمنو کسانو.

د ښاغلي کوک کلنۍ شتمنۍ د ۲۰۱۴ کال له لومړیو راهیسې په یو څه زیاتونې سره ۴۳ سلنه یعنی ۹ میلیونه ۲۰۰ زره ډالرو ته رسېدلې.

ورته مطالب