استرالیا د اسیا پراختیايي بانک کې د پانګونې هوډ لري

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اسیا زېربنا کې د پانګونې ددغه بانک جوړېدو هوکړه په تېر اکتوبر کې د ۲۱ هېوادونو له لوري چین کې لاسلیک شوه

استرالیا ویلي، د اسیا له پراختیايي بانک سره یوځای کېږي، چې په زېربنايي چارو کې پانګونه وکړي، خو ټینګار یې دا دی چې ونډه یې په یو اړخیز ډول ونه لګوله شي.

د استرالیا لومړي وزیر توني ابوټ، د مالیې وزیر جو هاکي او د بهرنیو چارو وزیرې جولي بیشپ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي "په وروستیو میاشتو کې یې په دې اړه پرمختګ کړی، خو شرط یې دا دی چې دغه بانک په شفاف ډول چارې مخته بوځي، ځینې مسائل لاهم نا حل پاتې دي چې په راتلونکي کې به خبرې پرې وشي".

اعلامیه کاږي، مخکې له دې چې استرالیا په اسیايي بانک کې پانګونه وکړي، باید ځینې اساسي مسائل حل شي.

حکومت ویلي، هغه پروتوکول به لاسلیک کړي چې کانبیرا ته د اسيايي بانک د یوه بنسټګر پانګوال په توګه د خبرو کولو حق ورکوي، او د بانک هدف په آسیا کې د زېربنايي چارو پیاوړي کول دي.

خار خوړل

د استرالیا حکومت وايي، دغه بانک دا توان لري چې په زېربنايي اړتیاوو پوره کولو کې اغېزناکه کار وکړي، په سیمه کې اقتصادي وده رامنځ ته کړي او ګټه یې استرالیا ته هم ورسېږي.

بل خوا، د ولسمشر بارک اوباما اداره ددغه اسیايي بانک له جوړېدو خار خوري، او وايي، چین مخکې هم د ودې په برخه کې له نړیوالو معیارونو پښې اړولې دي.

واشنګټن د چین له دغه پلان سره مخالفت کوي، او داسې انګیري چې ګني بیجینګ غواړي په چین کې د شرکتونو چارې تر خپل ټینګ اغېز او څارې لاندې راولي.

د امریکا متحدو ایالتونه، چې له ډېر وخت راهیسې پر نړیوالو مالي مؤسسو اغېز لري، د چین دغه ګام د خپلو اقتصادي ګټو لپاره ګټور نه بولي.

چین او نژدې شلو نورو هېوادونو په تېر اکتوبر کې یوه داسې هوکړه لاسلیک کړه، چې پربنسټ به یې په لومړي سر کې پنځوس میلیارد ډالر (چې شاوخوا ۴۶ میلیارد یورو کېږي) پانګه لرونکی بانک جوړېږي او مرکز به یې بیجینګ کې وي.

بریتانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا هم له دغه بانک سره د یوځای کېدو اعلان کړی.

سوېلي کوریا، چې له واشنګټن سره نژدې اړیکي لري، له دغې پروژې سره د یوځای کېدو هوډ ښودلی دی. تېره اونۍ، امریکا بریتانیا له دې کبله ملامته کړه، چې ولې د چین په مشرۍ له دغه بانک سره یوځای کېږي.

د انځور حقوق AP
Image caption ټوني ابوټ: ''مخکې له دې چې استرالیا په اسیايي بانک کې پانګونه وکړي، باید ځینې اساسي مسائل حل شي''.

امریکا وېره لري، چې دغه بانک به د لوېدیځ تر واکمنۍ لاندې پر نړیوال بانک منفي اغېز وکړي.

په تېر نومبر کې د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون او د استرالیا لومړي وزیر ټوني ابوټ د اسیا له پراختیايي بانک سره خپل ملاتړ اعلان کړ، خو وویل هیله یې دا ده چې د بانک چارې شفافې وي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم له ښاغلي ابوټ سره تېر کال د بیجینګ د سرمشریزې په څنډو کې هوکړه وکړه، چې د بانک فعالیت باید شفاف، حساب ورکوونکی او په صادقانه ډول څو اړخیزه وي.

ورته مطالب