سعودي: له یمن د سلګونو پاکستانیانو د وتلو لپاره بمبارۍ درول شوې

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي، پوځي عملیات د یکشنبې په ورځ د دوو ساعتونو لپاره ودرول شول، چې نژدې ۵۰۰ پاکستاني وګړي له یمن نه په خوندي توګه ووځي.

د سعودي عربستان یوه چارواکي ویلي، په یمن کې د حوثي یاغیانو ضد عملیات له دې هېواده د پاکستاني وګړو د وتلو له کبله درول شوي دي.

چارواکي وايي، پوځي عملیات د یکشنبې په ورځ د دوو ساعتونو لپاره ودرول شول، چې نژدې ۵۰۰ پاکستاني وګړي له یمن نه په خوندي توګه ووځي.

د سعودي سمندري ځواکونو د تېرې شنبې په ورځ له دې هېواده لسګونه دیپلوماتان وایستل، چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي هم پکې وو.

رپوټونه وايي، د چین یوه بېړۍ د یمن په سوېلي عدن ساحل کې درېدلې ده، چې چینايي ديپلوماتان او نور طبي او تخنیکي کارکوونکي پکې ولېږدوي.

د هادي ستنېدل

د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف ویاند ډګروال احمد عسیري ویلي "هوايي بریدونه به تر هغو دوام وکړي چې د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي هېواد ته ستون شوی نه وي".

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستاني وګړي له یمن نه خپل هېواد ته رسول شوي

عسیري خبریالانو ته په غونډه کې وویل "هغه ضروري وضعیت به رامنځ ته کړو چې ولسمشر او د هغه حکومت ته د هېواد د اداره کولو فرصت پیدا شي".

ولسمشر هادي تېره میاشت له پلازمېنې صنعاء نه عدن ښار ته وتښتېد، خو وړاندې په صنعاء کې د حوثي یاغیانو تر اړدوړ ډېرېدو وروسته جبري په کور کېښنول شوی و.

باور کېږي، چې هادي د سمندر له لارې له عدن ښاره وروسته تر هغه ریاض ته ولاړ، چې حوثي یاغیانو او د هغوی ملاتړو ملېشو د عدن هوايي اډه ونیوه.

سعودي عربستان د خلیجي هېوادونو، مراکش، سودان او اردن په ملګرتیا یمن کې د حوثیانو پرضد بریدونه پیل کړل، خو مصر هم ویلي، که اړتیا وي ځمکنیو بریدونو کې به برخه واخلي.

د انځور حقوق AP
Image caption سعودي عربستان د خلیجي هېوادونو، مراکش، سودان او اردن په ملګرتیا یمن کې د حوثیانو پرضد بریدونه پیل کړل، خو مصر هم ویلي، که اړتیا وي ځمکنیو بریدونو کې به برخه واخلي.

سعودي عربستان د خلیجي هېوادونو، مراکش، سودان او اردن په ملګرتیا یمن کې د حوثیانو پرضد بریدونه پیل کړل، خو مصر هم ویلي، که اړتیا وي ځمکنیو بریدونو کې به برخه واخلي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف ویاند ډګروال احمد عسیري ویلي "هوايي بریدونه به تر هغو دوام وکړي چې د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي هېواد ته ستون شوی نه وي".

ورته مطالب