مصر امیتاب بچن ته افتخاري دوکتورا ورکوي

د انځور حقوق
Image caption ابراهیم وايي، د مصر د هنرونو اکاډیمۍ دغه هندي ستوري ته تود هرکلی ووایه، او په پام کې لري چې هغه ته افتخاري دوکتورا ورکړي.

د بالیووډ وتلی نړیوال لوبغاړی امیتاب بچن د مصر قاهرې ته رسېدلی، چې د "هند د نیل پر څنډو" نندارتون کې ګډون وکړي او له دغه هېواد سره د خپل هېواد د هنري راکړې ورکړې او سیاحت اړیکي غښتلي کړي.

په قاهره کې د هند فرهنګي مرکز د رسنیو مشر ابراهیم ویلي، امیتاب بچن به تر یوې خبري غونډې وروسته د مصر اوپرا په یوه پروګرام کې ګډون وکړي، او ماخوستن به د مصر اهرامونو ته څېرمه سیمې ته د "هند د نیل پرڅنډه" هنري نندارتون کې ګډون وکړي.

افتخاري دوکتورا

دا په مصر کې د خپل ډول درېیم نندارتون دی.

ابراهیم وايي، د مصر د هنرونو اکاډیمۍ دغه هندي ستوري ته تود هرکلی ووایه، او په پام کې لري چې هغه ته افتخاري دوکتورا ورکړي.

دا درېیم ځل دی چې مصر دغه هندي ستوري ته جایزه ورکوي.

نوموړی د نوي یمې لسیزې په لومړیو کې هم مصر ته تللی و، چې تود هرکلی یې وشو.

په ۲۰۰۱ کې د اسکندریې سینمايي نندارتون هم امیتاب بچن ته د غوره سینمايي ستورې جایزه ورکړه.

د انځور حقوق
Image caption امیتاب بچن په ګڼو فیلمونو کې لوبېدلی، چې تر ټولو مشهور فلم یې (خدا ګواه) په نامه دی، چې د پښتون سوله غوښتونکي پاچا خان په رول کې پکې لوبېدلی دی.

امیتاب بچن په ګڼو فیلمونو کې لوبېدلی، چې تر ټولو مشهور فلم یې (خدا ګواه) په نامه دی، چې د پښتون سوله غوښتونکي پاچا خان په رول کې پکې ځلېدلی دی.

ورته مطالب