د ترکیې واکمن ګوند پر دفتر برید کوونکي نیول شوي

د انځور حقوق DHA

د چارشنبې په ګهیځ د ترکیې استانبول ښار کې د واکمن عدالت او پراختیا ګوند پر دفتر برید شوی، چې لږ وروسته پولیسو دوه برید کوونکي ونیول.

رپوټونه وايي، هلته د ډزو غږ هم اورېدل شوی.

ویل کېږي، برید کوونکي د ودانۍ اوو پوړ ښیښه ماته کړې او توره لرونکی د ترکیې بیرغ یې رپولی دی.

د برید له پیلېدو سره سم پولیس، امبولانسونه او طبي کارکوونکي سیمې ته استول شوي دي.

لږ وروسته برید کوونکي نیول شوي. تر اوسه د بریدګرو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا برید د یوه قاضي د برمته کېدا له پېښې یوه ورځ وروسته شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس وايي، تېره ورځ د کیڼ لاسو ګوند کې د غړیتوب لرلو په تور تر ۲۰ ډېر کسان نیول شوي.

د تېرې ورځې پېښه کې قاضي برمته شوی و او تښتوونکي یې ووژل شول.

دوی د هغه مامورینو د هویت افشا کولو غوښتنه کوله، چې نوم یې دوه کاله وړاندې د وژل شوي اعتراض کوونکي د قاتلینو په لست کې راغلی و.

برکین الوان هغه زلمی و، چې د غازي پارک اعتراضونو پرمهال له کوره د وچې ډوډۍ اخیستلو لپاره راوتلی و، خو کله چې پر سر د پولیسو د اوښلن غاز په مرمۍ ولګېد، تر ۹ میاشتني رنځ وروسته یې ساه ورکړه.

محمد سلیم کیراز هغه قاضي و، چې دغه قضیه یې څېړله او د تېرې ورځې برمته کېدو پېښه کې ووژل شو. نن ده غه د جنازې مراسم وو.