جاپان کې تر ټولو د اوږد عمر مېرمن ومړه

د انځور حقوق
Image caption د اوکاوا د مشر زوی عمر ۹۲ کاله دی، خو د لمسۍ کوچنی زوی یې دوه کلن دی.

په جاپان کې تر ټولو ډېر عمر لرونکې مېرمن د ۱۱۷ کلونو په عمر ومړه. څه کم یوه میاشت مخکې د میساو اوکاوا د زوکړې ورځ ولمانځل شوه.

دغه مېرمن د ۱۸۹۸ کال د مارچ پنځمه د جاپان لوېدیځ اوساکا د یوه سوداګر کیمونو په کورنۍ کې زیږېدلې وه.

نوموړې په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکې مېرمن اعلان شوې وه.

تر دې مخکې یوه بله جاپانۍ له اوکاوا مشره وه، چې په ۱۱۵ کلنې کې ومړه.

د اوکاوا د ژوند په وروستي کال د هغې د زیږېدو ورځ په شانداره مراسمو ولمانځل شوه.

نوموړې درې زامن، څلور لمسیان او شپږ کړوسیان لري.

د مشر زوی عمر یې ۹۲ کاله دی، خو د لمسۍ کوچنی زوی یې دوه کلن دی.

له اوکاوا وپوښتل شول، چې د ډېر عمر لرلو راز یې په څه کې دی، خو د هغې ځواب "نه پوهېږم" و.

که څه هم اوکاوا په ښځینه وو کې د ډېر عمر لرونکې مېرمن وه، خو په نارینه وو کې یو بل جاپانی هو ساکاري موموي د ۱۱۲ کلونو په عمر لرلو سره تر ټولو زوړ سړی ثبت شوی دی.

د نژدې څلورمې برخې جاپانیانو عمرونه ۶۵ کاله او یا زیات وي.

د تېر ۲۰۱۴ کال سپمبر میاشت کې جاپان کې نژدې ۵۹ زره سلن کلن کسان ثبت شوي وو، چې د جاپان د روغتیا وزارت د شمېرې له مخې، ۸۷ سلنه یې ښځې دي.