څېړنه: ''پراستامول د ملا او مفاصلو درد ته ګټور نه دی''

د انځور حقوق b
Image caption د درد پر وړاندې د شته درملو په پرتله ورزش ډېر ګټور تمامېږي

د استرلیا ساینسپوهان وايي، د درملو مشهور ډول پراستامول د ملا او مفصلونو درد ته ګټه نه لري.

د بریتانیا په یوې طبي مجلې کې خپره شوې دغه څېړنه ښيي دغه درمل د درد په کمښت کې هېڅ ګټه نه لري.

ساینسپوهان خبردار ورکوي چې دغه درمل د ځیګر د خرابېدو لامل کېدای شي.

د بریتانیا د روغتیا اداره له دغې څېړنې وروسته به په خپلو لارښونو کې بدلون راولي، دغې ادارې تر دې دمه ناروغانو ته د پراستامول د کارولو لارښوونه کوله.

همدارنګه کار پوهان وايي، ناروغان مخکې له دې چې پخپلو درملو کې بدلون راولي، باید یوځل له ډاکټر سره مشوره وکړي.

د ملا درد د معذوري لوی لامل دی، چې د یوې شمېرې له مخې هر کال یوازې په بریتانیا کې تر دوه نیم میلیون ډېر کسان د ملا د درد له کبله اغېزمنېږي.

د سيډني پوهنتون یوې ډلې ساینسپوهانو په ۱۳ ډولو درملو څېړنې وکړې چې په کې له ۵۰۰۰ ډېرو ناروغانو برخه اخیستې وه.

له دې څېړنې وروسته هغوی دې پایلې ته ورسېدل چې پراستامول د ملا او مفاصلو پر درد ''اغېز'' نه کوي.

یوه ساینسپوه ګستاو مخادو ویلي: ''پراستامول د مفاصلو د درد لپاره ډېر کارېږي، نو ځکه اړینه ده چې طبي لارښونې د څېړنې او تحقیق په رڼا کې تر سره شي. زموږ څېړنې دا اوښوده چې پراستامول د ملا او مفاصلو د درد لپاره کارول ځیګر خرابوي''.

د انځور حقوق AFP
Image caption د درملو مشهور ډول پراستامول د ملا او مفصلونو درد ته ګټه نه لري

د ځیګر خرابېدل د پراستامول د استعمالولو له کبله څلور برابره زیات ښودل شوی‎.

ورزش

د بریتانیا کیل پوهنتون ډاکټر کرسټین میلین وايي، د دغو ناروغیو لپاره د درملو پر ځای بله لاره د ورزش په مټ ‎ هم اعلاج بې ګټې نه دی.

نوموړي زیاته کړه ''د مفاصلو د درد لپاره سپورت غوره لاره ده، خو موږ پوهېږو خلکو ته معمولي ورزش کول ورته سخت ښکاري''.

''موږ په دې پوهېدو چې پراستامول د مفاصلو سخت درد لپاره د هر ناروغ لپاره کافي نه وي، خو په ځینو کسانو باندې اغېز کوي او په دې کې دوی ته د سپورت په پرتله اسانتیا وي''.

نوموړی وایي، د درد پر وړاندې د شته درملو په پرتله ورزش ډېر ګټور تمامېږي.

ورته مطالب