د روسیې کب نیوونکې بېړۍ ډوبېدو کې ۵۴ کسان وژل شوي

د انځور حقوق www.mchs.gov.ru
Image caption روسي خبري رسنیو ویلي، د ''دالني فوسټوک'' په نامې دغه کب نیوونکې بېړۍ کې د ډوبېدو پرمهال ۱۳۲ کسان سپاره وو.

د روسیې په ختیځ کې کامچاتکا نیمه ټاپو ته څېرمه یوه لویه کب نیوونکې بېړۍ ډوبه شوې چې تر اوسه لږترلږه د ۵۴ کسانو د مړینې او ۶۳ نورو د ژغورل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

پېښه د آرام سمندر لوېدیځ کې شوې ده.

د روسیې د سمندري ژغورنې مرکز ویلي، له ژغورل شویو ۶۳ کسانو ډېری یې د تودوخې د ټیټې درجې له ستونزې کړېږي.

روسي خبري رسنیو ویلي، د ''دالني فوسټوک'' په نامې دغه کب نیوونکې بېړۍ کې د ډوبېدو پرمهال ۱۳۲ کسان سپاره وو.

په بېړۍ کې ۷۸ روسي کب نیوونکې هم وو، خو خو نور د اوکرایین، لیتوانیا او میانمار اوسېدونکي وو.

بېړۍ د کروتوګورفسکي له خوندي پارک نژدې ۳۳ کیلومتره لیرې په اوخوتڅک اوبو کې ډوبه شوې ده.

تر اوسه د بېړۍ د ډوبېدو لامل نه دی روښانه شوی، خو د روسیې بېړنیو چارو پلاوی وايي، شاید د اوبو پرسر کنګلي لویه ټوټه د بېړۍ د سورۍ کېدو لامل شوې وي.

د روسیې د بېړنیو چارو وزارت یوه سیمه ییز مرکز ویلي، اوبه د بېړۍ د چلولو خونې ته په ۱۵ دقیقو کې ننوتلې دي.

د بېړۍ د قربانیانو او یا ژوندیو پاتې کسانو د موندلو لپاره تر سلو ډېرو بېړیو او چولکو عملیات پیل کړي.

د بېړۍ ډوبېدو سیمه کې د اوبو د یخوالي درجه هومره ډېره ده، چې یوه تیکه کنګل ښکاري.