مرستیال پیلوټ جرمن الوتکه په چټکۍ کوزه کړې وه

د انځور حقوق Getty
Image caption لاس ته راغلي مالومات هغه پخوانۍ موندنې هم تایدوي چې لوبیتس په لوی لاس الوتکه وغورځوله.

فرانسوي پلټونکي وايي د دغه هېواد د الپ په غرونو کې د جرمن وینګز شرکت د لوېدلې الوتکې د مالوماتو دوهمه بکسه ښيي چې مرستیال پیلوټ په لوی لاس الوتکه په چټکۍ کوزه کړې وه.

دوی وايي مرستیال پیلوټ اندریس لوبیتس د الوتکې اتوماتیک سیستم کې څو ځلې ګوتې ووهلې چې د الوتکې د کوزېدو سرعت زیات کړي.

لاس ته راغلي مالومات هغه پخوانۍ موندنې هم تایدوي چې لوبیتس په لوی لاس الوتکه وغورځوله.

په پېښه کې ټولې ۱۵۰ سپرلې ووژل شوې.

الوتکه د مارچ پر ۲۴مه د اسپانیې له بارسلونا ښاره د جرمني ډسلډورف ښار ته پر لار وه.

"پیلوټ بهر پاتې شو"

د فرانسې د هوايي پېښو د پلټنې ادارې په یوې وینا پاڼې کې وویل، د الوتکې د مالوماتو دوهمه بکسه چې د پنجشنبې پر ورځ لاسته راغله څرګندوي چې "پیلوټ په لوی لاس الوتکه کوزه کړه".

وینا پاڼه کې دغه راز راغلي: "بیا پیلوټ څو ځلې د الوتکې اتوماتیک سیستم بدل کړ چې د ځمکې پر لور یې سرعت زیات کړي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د مالوماتو دوهمه لاسته راغلې بکسه کې تر ډېره تخنیکي مالومات ثبتېږي چې اړیکې، د الوتکې سرعت، لوړوالی، مسیر او د الوتکې د اتومات سیستم کارونه په کې شاملې دي.

تر دې وړاندې د پیلوټ په خونه کې ثبت شويو غږونو ښوده چې لوبیتس پیلوټ له خونې بهر وساته.

د پنجشنبې پر ورځ جرمن څارنوالانو وویل له پېښې یوه اوونۍ مخکې مرستیال پیلوټ پر انټرنټ د ځانوژنې پر بېلا بېلو لارو او د پیلوټ د خونې پر امنیت څېړنه کړې وه.

د جرمن وینګز هوايي شرکت دا هم ویلي چې دوی په دې نه پوهېدل چې ۲۷ کلن لوبیتس د پیلوټۍ د روزنې پر مهال د ژور خپګان ناروغي درلوده.

د لوفتانسا هوايي شرکت د سې شنبې پر ورځ تاید کړه چې دوی شپږ کاله مخکې خبر وو چې مرستیال پیلوټ د "ژو خپګان" پر حالت اخته و، مخکې له دې چې خپله روزنه بشپړه کړي.

د مالوماتو دوهمه لاسته راغلې بکسه کې تر ډېره تخنیکي مالومات ثبتېږي چې اړیکې، د الوتکې سرعت، لوړوالی، مسیر او د الوتکې د اتومات سیستم کارونه په کې شاملې دي.

ورته مطالب