کینیا کې د الشباب ډلې د برید له کبله ۱۴۷ کسان وژل شوي

د انځور حقوق
Image caption دغه برید د سومالیايي الشباب ډلې تر ټولو خونړی برید و

په کینیا کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۷ کسانو ته ورسېد.

د الشباب وسله والې ډلې پرون پنجشبنه (اپریل ۲) د کینیا په ګاریسا ښار کې پر یوه پوهنتون برید وکړ چې دوه ساتونکي یې ووژل او بیا یې په زده کوونکو ډزې پیل کړې.

څلور تنه برید کوونکي د پوهنتون په خونه کې کلابند شول، چې وروسته د چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله چې په ځان پورې یې تړلي وو ووژل شول.

دغه برید د سومالیايي الشباب ډلې تر ټولو خونړی برید و.

د عیني شاهدانو په وینا، برید کوونکو مسیحیان بېل کړل او پر هغوی یې ډزې وکړې.

له ۵۰۰ ډېر زده کوونکي په تېښته بریالي شوو او ۷۹ کسان په کې ټپیان شول.

ویل کېږي یو برید کوونکی نیول شوی دی.

د سوماليې ولسمشر حسن شیخ محمود ویلي، کینیا او هېواد یې باید د سخت دریځو او اسلام پالو اورپکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې باید خپلې مرستې ګړندۍ کړي.

نوموړي د زده کوونکو دغه ډول وژل یو وحشیانه عمل وباله او د کینیا خلکو سره یې غمرازي وښوده.

کینیا د محمد محمود نومي کس چې د الشباب پروني برید په طراحي تورن دی د نیولو لپاره جایزه ټاکلې ده. نوموړی مخکې په کینیا کې د مدرسې ښوونکی و او ګمان کېږي چې اوس په سومالیا کې ده.

د ګاریسا ښار د سوماليا پولي سره نژدې پروت دی، چې زیاتره اوسېدونکي یې کینیايي سومالیایان دي.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې د کینیا وسله وال ځواکونه په سوماليا کې ځای پر ځای شوي د الشباب ډلې څو ځلې پر ګاریسا او د کینیا پر نورو ښارونو بریدونه کړي دي.

الشباب د القاعده له ډلو څخه ده.

ورته مطالب