کېنيا کې د بريد په تړاو پنځه کسان نيول شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption د الشباب له خوا ترسره شوي بريد کې ۱۴۸ کسان ووژل شول چې زياتره يې زده کوونکي وو

د دولتي چارواکو په وينا، کېنيا کې د الشباب ډلې له خوا ترسره شوي بريد په تړاو پنځه کسان نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي ځينو شکمنو کسانو غوښتل چې همسايه هېواد سوماليا ته وتښتي خو د پوليسو له خوا ونيول شول.

الشباب ډلې "د کېنيا پر وړاندې لوی وېروونکی جنګ" پيل کړی.

دا ډله وايي بريد يې د کېنيا له خوا په سوماليا کې د الشباب ډلې پر خلاف د جګړې له کبله دی.

الشباب ډله په ۲۰۱۳ کال کې د نايروبي په يوه پلازه کې د بريد په تړاو هم تورنه ده، چې ۶۷ کسان په کې ووژل شول.

د تېرې جمعې پر ورڅ د ګاريسا ښار په پوهنتون کې څلور نور کسان ژوندي موندل شوي چې دوه يې شکمن بريد کوونکي وو. ويل کېږي يو له دغو کسانو د تنزانيا تبعه دي او له پوهنتون سره کومه تړاو نه لري.

د کېنيا ورځپاڼې وايي امنيتي ځواکونو د بريد په اړه معلومات لرل، دوی خبر وو چې د زده کړې پر يوه لوی مرکز کېدای شي بريد وشي او دا ډول ادراو ته خبرداری ورکړی و.

پوښتنه دا راولاړېږي چې ولې د شته امنيتي ستونزو او خبرداريو وروسته هم پوهنتون يوازې دوه امنيتي ساتوونکي لرل.

د انځور حقوق epa
Image caption د ګاريسا ښار سوماليې ته نژدې پروت دی چې زياتره اوسېدونکي يې کېنيايي سوماليايان دي

يو له ژوندي پاتې شويو زده کوونکي چې د بريد پر مهال د ونو او بوټو په منځ کې پټ و، وايي "موږ تېر کال هم د پوهنتون د امنيت مسله راپورته کړې وه خو يوازې دوه امنيتي ساتوونکي راکړل شول".

يو بل عيني شاهد بي بي سي ته په خبرو کې وويل چې "وسله والو کسانو پر موبايل ټليفونو معلومات ترلاسه کول او د کينيا په رسمي ژبه سواهيلي يې خبرې کولې. دا ښيي چې بريد کوونکي ځايي اوسېدونکي وو".

د کېنيا ولسمشر خپل ولس ته په خبرو کې وويل "د پوليسو مشر ته يې دنده سپارلې چې د امنيتي ساتونکو روزنه ګړندی کړي". دی وايي "کېنيا ته په غير ضروري توګه وکړېده".

د وژل شويو کسانو جسدونه د پېژندې لپاره نايروبي ته لېږدول شوي دي

بريد کوونکو د امنيتي ساتونکو له وژلو وروسته نارې "وهلې موږ الشباب يوو"

په دې بريد له ۱۴۸ زيات کسان ووژل شول چې زياتره يې زده کوونکي وو.

ورته مطالب