د قاهرې بم چاودنه کې پوليس وژل شوی

د انځور حقوق AP
Image caption د مصر په سينا کې د نا امنۍ پېښو کې زياتوالی راغلی او په تېرو څو مياشتو کې د چاودنو له کبله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د مصر پلازمېنې قاهرې په زمالک سيمه کې دپوليسو څوکۍ ته نژدې د بم چاودنه کې يو پوليس وژل شوی او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

تراوسه کومې ډلې د بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې. د محمد مرسي له واک پرځېدو وروسته د اسلامي ډلو له خوا بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.

د تېرې شبنې پر ورځ قاهره کې يوه بله چاودنه شوې وه چې څوک نه وو په کې وژل شوي.

ويل کېږي د تېرې اوونۍ قاهرې پوهنتون چاودنه چې اته کسان په کې ټپيان شوي وو د اجناد مصر ډلې ترسره کړې وه.

د مصر سينا په ټاپو کې د ناامنۍ په پېښو کې زياتوالی راغلی. په تېرو څو مياشتو کې ګڼ شمېر پوځيان او پوليس د وسله والو له خوا بريدونو کې وژل شوي دي.

د مصر د پوځ پخواني مشر عبدالفتاح السيسي واک ته له رسېدو وروسته په سلګونو کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان شوي دي.

ورته مطالب