حوثي ډلې د عدن ښار نورې برخې نيولې

د انځور حقوق epa
Image caption د فرانسې خبري اژانس په وينا ياغيان ښار ته نور هم ننوتل او د اوسېدو ځايونو ته يې اور واچاوه

د يمن شيعه جوثي ياغيانو د سعودي په مشرۍ د ايتلاف هوايي بريدونو سربېره د عدن ښار نورې برخې نيولې دي.

د ښار په جنوبي برخه کې ولسمشر عبد ربه منصور هادي ته وفادار ځواکونه او د هوثي ياغيانو تر منځ جګړه د ښار د نيولو لپاره نوره هم سخته شوې ده.

پاکستان او چين غواړي خپل خلک له يمن څخه وباسي. د يکشنبې په ورځ د پاکستان الوتکې ۱۷۰ کسان له پلازمېنې صنعا، څخه خپل هېواد ته ورسول.

له تېرو ۱۱ ورځو راهيسې په حوثي ياغيانو د سعودي په مشرۍ هوايي بريدونه دوام لري.

سره صليب د ۲۴ ساعته جنګ بنديز غوښتنه کړې چې د يمن دوهم لوی ښار عدن ته روغتيايي توکي او درمل ورسوي.

دوی وايي روغتيايي ټيم او ژغورونکې ډله بايد ژر تر ژره سيمې ته لاړه شي که نه نور عام وګړي به ووژل شي.

د سره صليب ويانده ماري کلېر فغالي بي بي سي ته وويل په ښار کې "حالت وېروونکی" دی او په کوڅو کې د مړو جسدونه پراته دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د نا امنۍ له کبله الجزاير، روسيې او هند خپل خلک له يمن څخه ايستلي دي

دې زياته کړه "خلک نه شي کولای له کوره بهر ولاړ شي او خوراکي توکي وپېري. موږ پوهېږو چې په ښار کې اوبه کمې دي ځکه چې د اوبو لېږدوونکو نلونو ته زيان رسېدلی، موږ هڅه کوو چې هر څه مو په وس کې وي هغه وکړو، خو حالت ډېر ناوړه دی"

"ډېر خطرناک"

د فرانسې خبري اژانس په وينا ياغيان د يکشنبې په ورځ عدن ښار کې وړاندې لاړل او د اوسېدو ډېرو ځايونو ته يې اور واچاوه.

ډېری خلک د جنګ له کبله په کورونو کې بند پاتې دي.

د روغتيا برخې مشر الخضر وايي د مارچ له ۲۶ څخه راپه دېخوا د يمن جګړه کې له هوثي جنګياليو پرته ۱۸۵ کسانو وژل شوي او ۱۲۸۲ کسانو ټپيان شوي دي.

د نا امنۍ له کبله الجزاير، روسيې او هند خپل خلک له يمن څخه ايستلي دي.

په يمن کې څوک له چا سره جنګېږي:

د انځور حقوق Reuters
Image caption سره صليب د جنګ بنديز غوښتنه کړې چې د عدن ښار ته درمل او روغتيايي توکي ورسوي

حوثي ډله: دا د شمال شيعګان دي چې تېر کال يې د صنعا ښار کنټرول په لاس ګې اخيستی او له هغه راهيسې يې کنټرولوي.

ولسمشر هادي: دا د يمن ولسمشر دی او کله چې هوثي ډلې د ده قوي مرکز عدن ښار ونيو دی سعودي ته وتښتېد.

القاعده په عربستان ټاپوزمه کې: امريکا دا ډله تر ټولو لوی دښمن ګڼي. القاعده دواړه ډلې هوثي او د ولسمشر هادي نه مني

اسلامي دولت: يه يمن کې اسلامې دولت ډله نوې رامنځ ته شوې او غواړي چې په عربستان ټاپوزمه کې القاعده ختمه کړي

ورته مطالب