اوباما: امریکا لا هم د اسرایلو ټینګه ملاتړې ده

د انځور حقوق AP
Image caption اوباما وویل ایران او د سیمې نور هېوادونه باید په دې وپوهېږي چې "که هر چا له اسرایلو سره ورانی وکړ، امریکا به یې ملاتړ ته وردانګي".

د امریکا ولسمشر بارک اوباما اسرایلو ته وروسته له هغه د خپل ټینګ ملاتړ ډاډ ورکړی چې اسرایلو د ایران د اټومي پروګرام د تړون په تړاو وېره څرګنده کړه.

نوموړي وویل ایران او د سیمې نور هېوادونه باید په دې وپوهېږي چې "که هر چا له اسرایلو سره ورانی وکړ، امریکا به یې ملاتړ ته وردانګي".

منتقدین وايي ولسمشر اوباما ایران سره له ډېرې نرمۍ کار اخیستی او د اسرایلو امنیت یې په خطر کې اچولی دی.

خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ښاغلي اوباما دا په ټینګه رد کړه.

"زه به دا خپله ناکامي وبولم، د خپلې ولسشمرۍ مهمه ناکامي، که زما په واکمنۍ کې یا زما د کار په پایله کې، اسرایل لا نور زیانمنونکی شي".

ښاغلي اوباما وویل هغه د اسرایلو د لومړي وزیر بنجامین نتنیاهو، چې د امریکا په کانګریس کې د ولسمشر د جمهوریت غوښتنکو سیالانو تر څنګ د تړون کلک مخالف دی، اندېښنې مني.

هغه وویل "د ایران په تړاو د اسرایلیانو اندېښنه په ځای ده"، هغه هېواد چې د "اسرایلو د ویجاړولو" ګواښ یې کړی و.

خو نوموړي ټینګار درلود چې ایران سره له هر اړخیز تړون وړاندې چې ټاکل شوې د جون له ۳۰مې مخکې هوکړه پرې وشي، لومړنی تړون په منځني ختیخ کې د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي لپاره "داسې فرصت دی چې ژوند کې یو ځل لاسته راځي".

د پنجشنبې پر ورځ د شوې هوکړې له مخې، ایران باید د بډای یورانیمو ذخیره چې ښايي د اټومي وسلو د جوړولو لپاره وکارول شي، کمه کړي.

په بدل کې به د ملګرو ملتونو په بندیزونو او د امریکا او اروپايي اتحادیې له خوا بېلو یو اړخیزو ګامونو او بندیزونو کې په تدریجي ډول کمښت راوړل شي، په دې شرط چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د ایران د شویو ژمنو عملي کېدل تاید کړي.

د یکشنبې پر ورځ د امریکا له خبري چینل (سي این این) سره په خبرو کې ښاغلي نتنیاهو وویل: "ایران تر اوسه هېڅ ګام نه دی پورته کړی، د ځمکې لاندې د غیر قانوني ذخیرو په ګډون یې د اټومي انرژۍ یوه ذخیره یې هم نه ده تړلې. ځکه نو دا یو ډېر ناوړه تړون دی".

خو د امریکا د ساوت کرولینا ایالت یوه سناتور لینډسي ګراهم چې ښايي راتلونکې کې د جمهوریت غوښتنکو له خوا ولسمشرۍ ته کاندیده شي وویل دا "شاید له ایرانیانو سره د بارک اوباما تر ټولو ښه تړون وي" او دا چې دی به په دې اړه د وروستي او هراړخیز تړون له لیدو وروسته قضاوت وکړي.

ورته مطالب