"اسلامي دولت" سوریه کې د آشوریانو تاریخي کلیسا الوځولې

د انځور حقوق Reuters

د سوریې رسمي خبري اژانس "سانا" ویلي، د "اسلامي دولت" جنګیالیو د هېواد سوېل ختیځ الحسکه ولایت کې د اشوريانو یوه تاریخي کلیسا الوځولې ده.

سرچینه وايي، وسله والو د مریم په نامه کلیسا کې چاودېدونکي توکي اېښي وو.

ددغې کلیسا قدامت ۸۰ کلونو ته رسېږي.

خو دا لا څرګنده نه ده، چې په کلیسا کې د الوځولو پرمهال څوک وو او که نه، خو تر اوسه یې "اسلامي دولت" د الوځولو خبر نه دی خپور کړی.

دغه کلیسا د تل نصري کلي کې پر ته، چې د آشوري وسله والو مسحیانو په ملتیا پکې کردي جنګیالیو له "اسلامي دولت" سره خونړۍ جګړې هم کړې دي.

"سانا" ادعا کوي، چې اسلامي دولت اوس پر دغه کلي واکمن دی.