"د عملیاتو له پیلېدو راهیسې له یمن ۱۰۰ زره کسان تښتېدلي"

د انځور حقوق Reuters

"یونیسف" ویلي په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د "پرېکنده توپان" عملیاتو له پیلېدو راهیسې له دې هېواده تر ۱۰۰ زرو ډېر وګړي له خپلو مېنو وتلي او په تېرو دوو اونیو کې هلته لږترلږه ۷۴ ماشومان وژل شوي دي.

سرچینه وايي، په تېرو نژدې دوو اونیو کې یمن ته د بشري مرستو رسول د جګړې له کبله بند شوي، او د یمن سوېلي سیمو کې خلک د یو غوړپ اوبو په موندلو پسې لالهانه ګرځي.

د اردن پلازمېنه عمان کې د یمن لپاره د یونیسف ددفتر مسؤول جولیان هارنیس ویلي: "ماشومان په روانه جګړه کې قرباني شوي، پر مړو یې ملنډې وهل شوې، او ګڼ نور له کورونو وتلو ته اړ شو دي، د دوی روغتیا له ګواښ سره مخامخ ده، له زده کړو بې برخې شوي دي".

ملګري ملتونه وايي، په یمن کې د تېرو دوو اونیزو عملیاتو په درشل کې لږترلږه ۵۰۰ کسان وژل شوي.

د واټونو جګړه

د سعودي عربستان په مشري په یمن کې د روانو "پرېکنده توپان" په نامه عملیاتو سمبالوونکي وايي، تر هغو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، چې حوثیانو قانوني ولسمشر عبد ربه منصور هادي ته واک نه وي پرېښی.

دوی وايي، د عملیاتو هدف یې دا دی چې د یمن حوثي شیعه یاغیان وسلې پرځمکه کېږدي او له پلازمېنې صنعاء ووځي.

حوثیان پر سعودي او امریکا تور لګوي چې ګني په یمن کې ددوی "ولسي پاڅون" ته دسیسې جوړوي، خو وايي تسلیم به نه شي.

د سعودي الوتکې له تېرو کابو دوه اونیو راهیسې یمن کې د حوثیانو او د مخکیني لیرې شوي یمني ولسمشر علي عبدالله صالح د پلویانو او جنګیالیو پر مرکزونو بمبارۍ کوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption له هغې ودانۍ لوګی پورته کېږي، چې غالباً صنعاء کې د حوثیانو د وسلو زېرمه پکې وه او سعودي بمباري کړه

سعودي وايي، که اړتیا وي، یمن کې به ځمکني بریدونه هم پیل کړي.

بل خوا، په پوځي ډګر کې د منصور هادي پلوو پوځي سرچینو بي بي سي ته ویلي، جنګیالي یې د یمن په سوېلي لجج ولایت کې له حوثي یاغیانو نه د "العند" پوځي اډې په بېرته نیولو توانېدلي دي.

دوی وايي، ددغې اډې د بېرته نیولو په موخه د سې شنبې تر ګهیځ درانه عملیات روان وو.

په یمن کې د بي بي سي خبریال عبدالله غراب وايي، "العند" اډه د یمن په سوېل کې تر ټولو مهم پوځي مرکز دی، چې حوثیانو څو اونۍ وړاندې ونیو، او له همدې لارې ابین ولایت او عدن ښار ته ولاړل.

د انځور حقوق EPA
Image caption حوثیان وايي دوی به تسلیم نه شي؛ ځکه چې "ولسي پاڅون" مخته بیايي.

د "المسیرة" په نامه د حوثیانو یوه اړوند تلویزیون ویلي د سعودي چورلکو د سې شنبې په ورځ د سوېلي ابین ولایت "مکیراس" سیمې د ځمکنیو ځواکونو ۱۱۷ اډه بمباري کړه.

د ‎عدن ښار سمندري سیمو کې د صالح پلوو جنګیالیو په ملاتړ د حوثي یاغیانو او د هادي د ملاتړو جنګیالیو ترمنځ هم د واټونو جګړه دوام لري.

غراب وايي، په جګړه کې له دواړو غاړو لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د حوثیانو اړوندو خبري رسنیو ویلي، په عرب سمندر کې د ایتلاف اړوندې جنګي بېړۍ درېدلې، او له هغه ځایه یې د تېرې دوشنبې په ماسخوتن عدن کې د حوثیانو او د هغوی د ملاتړو ځواکونو مرکزونه په نښه کړي دي.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب