امریکا یمن کې حوثي ضد ایتلاف ته نورې وسلې ورکوي

د انځور حقوق AFP
Image caption عدن ښار کې د هادي یو ملاتړی جنګیالی

امریکا وايي، یمن کې د سعودي په مشرۍ د حوثي یاغیانو ضد ایتلاف ته د خپلو وسلو ورکول ډېروي. پاکستان ویلي، یمن کې د یاغیانو ضد ایتلاف سره په یوځای کېدو کې "بیړه"، خو تر اوسه کومې څرګندې پرېکړې ته هم نه دی رسېدلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال انټوني بلینکن ویلي، امریکا له یاد ایتلاف سره د استخباراتي معلوماتو پیاوړي کولو هوډ لري.

پر همدې مهال، پاکستان ویلي، د سعودي په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد د سعودي عربستان په مشرۍ له ایتلاف سره د یوځای کېدو لپاره "بیړه" نه لري.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د یمن په تړاو پارلمان ته په وینا کې وویل، د هغه په اند په راتلونکو ورځو کې به په دې اړه دیپلوماتیکې هڅې یوه ښه پایله ولري.

د ایران او ترکیې چارواکو د سې شنبې په ورځ تهران کې خبرې وکړې، او په راتلونکو ورځو کې به ایران له پاکستان سره د یمن په تړاو هم خبرې ولري. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د چارشنبې په ورځ اسلام اباد کې له پاکستانی چارواکو سره خبرې کوي.

سعودي عربستان له پاکستان نه غوښتي چې ایتلاف ته الوتکې، بېړۍ او پوځيان ورکړي. خو پاکستاني چارواکو تر دې مهاله د هو یا نه ځواب نه دی ورکړی.

ښاغلي بلینکن د سې شنبې په ورځ ریاض ته د خپل سفر پرمهال وویل، امریکا د عربستان په مشرۍ ایتلاف ته د وسلو ورکولو چاره چټکه کوي.

د انځور حقوق
Image caption د یمن ولسي وګړي د جګړې دواړو غاړو بریدونو کې بند پاتې دي

هغه وویل دغه خوځښت د عربستان د ملاتړ په موخه ترسره کېږي، چې "حوثیانو او د دوی ملاتړو ته یو روښانه پیغام دی، چې د یمن د نیولو هڅې دې نه کوي".

هغه وویل، امریکا له ایتلاف سره خپل استخباراتي معلومات شریکوي، او له سعودي سره یې د عملیاتو په اړه د همغږۍ یو مرکز هم جوړ کړی.

د مرستو رسولو سازمان ویلي، د یمن سوېلي عدن ښار کې انساني ناورین رامنځ ته کېږي، ځکه هلته اوس د حوثي یاغیانو او د دولت ملاتړو ځواکونو ترمنځ د واټونو جګړه هم پیل شوې ده.

د انځور حقوق Reuters

اټکل دی، چې په دې ښار کې په تېرو دوو اونیو کې شاوخوا ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په همدې موده کې څه باندې دوه زره کسان ټپیان شوي.

یونیسف وايي، په وژل شویو کې ۷۴ ماشومان دي، او تر ۱۰۰ زرو ډېر وګړي بې ځایه شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند ویلي، د عدن وضعیت د "ناورین" لوري ته روان دی.

مري کلرفګالي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي: "په عدن کې د واټونو جګړه په هره برخه کې پیل شوې ده. ګڼ وګړي له جګړې د تېښتې لار نه لري".

حوثیانو او د دوی ملاتړو اورپکو په تېر مارچ میاشت کې د ولسمشر عبد ربه منصور هادي د اوسېدو ځای عدن ښار ونیو، خو هادي عربستان ته وتښتېد.

په روانه اونۍ کې د عدن جګړه سخته شوه؛ په روغتونونو کې د ټپیانو لپاره ځای نه شته، ځینې امبولانسونه تښتول شوي او د وژل شویو مړي په واټونو کې پراته دي.

د رپوټونو له مخې، د تېرې سې شنبې په ورځ یمن کې اب ښار ته څېرمه ایتلاف د حوثیانو یو مرکز بمبار کړی دی.

د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق Reuters
Image caption له یمن نه شاوخوا ۱۰۰ زره خلک وتلي دي

ورته مطالب