لندن کې د سوریې مخالف فعال او پخوانی امام وژل شوی

شیخ عبد الهادي العرواني د انځور حقوق
Image caption العرواني په ۱۹۶۶ کال د سوریې حماه ښار کې زیږېدلی چې د حماه د ۱۹۸۲ کال د ټولوژنې شاهد و، خو نوموړی ترې روغ وتلی، خو ورور، د خور مېړه او دوه نور خپلوان یې پکې وژل شوي وو.

د لندن شمال ویمبلي سیمه کې د سوري نظام یو مخالف او پخوانی ملا امام شیخ عبد الهادي العرواني په ډزو وژل شوی. بریتانوي پولیس وايي، په یاده سیمه کې یې یو کس د موټر دننه مړ موندلی دی.

پولیس وايي، نوموړی د سې شنبې په ګهیځ ویشتل شوی، چې اوس پولیس د یادې پېښې په اړه څېړنې کوي، او په سیمه کې له ټولو وګړو غوښتل شوي چې د پېښې په اړه هر راز معلومات له پولیسو سره شریک کړي.

پولیسو په خپله ویناپاڼه کې د العرواني نوم نه دی یاد کړی، خو د وژل شوي د کورنۍ غړو او ملګرو ویلي، وژل شوی د دوی غړی دی.

العرواني په ۱۹۶۶ کال د سوریې حماه ښار کې زیږېدلی چې د حماه د ۱۹۸۲ کال د ټولوژنې شاهد و، خو نوموړی ترې روغ وتلی، خو ورور، د خور مېړه او دوه نور خپلوان یې پکې وژل شوي وو.

نوموړی نژدې شل کاله وړاندې بریتانیا ته للی او هلته د لندن لوېدیځ اکټون سیمې د (النور جومات) ملا امام پاتې شوی، خو دوه کاله وړاندې یې له ادارې سره تر اختلاف پیدا کېدو وروسته دنده پرېښې ده.

په لندن کې د سوري مخالفانو د ادارې مخکیني سفیر او د سوریې د بشري حقونو د څار جرګې مشر ولید سفور ویلي، العرواني د سوریې قضیه کې یو فعال مدافع و، د بریتانیا د ننه د سوریط په اړه یې په ګڼو غونډو کې ویناوې کړې دي.

د وژل شوي د خور مېړه عبد الحمید المراد، چې لندن کې اوسېږي، ویلي، العرواني ته وړاندې هېڅ کوم ګواښ نه دی شوی، خو دا پېښه ډېره پېچلې ښکاري.

د انځور حقوق b

نوموړی وايي، وژل شوی له ترکیې وتلو وروسته متحده عربي اماراتو او اردن ته تللی، هلته یې پوهنتوني زده کړې بشپړې کړې او بریتانیا ته له لېږدېدا مخکې یې متحده عربي اماراتو کې یوڅه وخت تېر کړی.

العرواني شپږ اولاده لري. نوموړي په دعوي او د سوریې اړوندو مرستو راغونډولو کمپاین کې رغنده رول لوباوه.