"اسلامي دولت" پاکستان ته څنګه لاره وکړه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption زیاتره شنونکي پر دې اند دي چې "اسلامي دولت" اوس په ښکاره فعالیتونه کوي، او په سوېلي آسیا کې جرړې هم لري.

د روانې اونۍ په لومړیو کې د "اسلامي دولت" اړوندو جنګیالیو پاکستان کې لومړی "جرمي" عمل ترسره کړ، او ویاند یې وویل چې جنګیالیو یې درې پاکستاني پوځیان په مرمیو ویشتلي دي.

خو آیا له دې بریده دغه ډله څومره ګټه اخیستی شي؟

زیاتره شنونکي پر دې اند دي چې "اسلامي دولت" اوس په ښکاره فعالیتونه کوي، او په سوېلي آسیا کې جرړې هم لري.

یوشمېر شنونکي داسې انګیري کله چې په وروستیو کې د طالبانو ځینو قومندانانو له "اسلامي دولت" سره خپل بیعت اعلان کړ، د پاکستان پوځي عملیاتو له کبله د دغه هېواد په شمال لوېدیځو سیمو کې ددغې ډلې نفوذ او تمویل له خنډ او ځنډ سره مخامخ شو.

پاکستان کې د "اسلامي دولت" دلې د پیدا کېدو له وازو ټیک شپږ میاشتې وروسته دغې ډلې په دې سیمه کې برید وکړ، چې د شنونکو په وینا تر ډېره یې خپل اسانه هدف وټاکه.

د تېر اکتوبر په نیمايي کې، د پاکستاني طابانو شپږ مخکینیو سخت دریځو اعلان وکړ، چې له خپلې ډلې جلا شوي او د ابو بکر البغداي په مشرۍ یې د "اسلامي دولت" له ډلې سره خپل بیعت اعلان کړی دی.

له دغو شپږو کسانو مشهوره څېره د پاکستاني طالبانو مشهوره څېره او ویاند شاهد الله شاهد دی.

خو پاکستاني طالبانو ته تر ډېره د اورکزیو د سیمې د مشر سعید خان جلا کېدو لوی ګوزار ورکړ.

د اورکزیو د غرونو لړۍ ډېرې لوړې ژورې لري چې سوېلي څنګلوري ته یې کوهاټ دره، او لوېدیځ ته یې د افغانستان ننګرهار ولایت او شمال ختیځ ته یې پېښور ښار پراته دي.

غرنۍ او سخته سیمه

د پاکستاني طالبانو تحریک په سیمه کې د تېرې نوي یمې لسیزې وروستیو کې فعالیتونه پیل کړل، چې په لومړي ځل یې خیبر پښتونخوا کې د موسیقۍ پر هټیو د بریدونو له لارې ځانونه مشهور کړل.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر یوولسمې له بریدونو وروسته، د پاکستاني حکومت مخالفو ډلو لپاره د اورکزیو ایجنسۍ ډېر اهمیت پیدا کړ؛ چې له دې لارې پر پېښور ډېر فشار راوستل کېدای شوای، او د افغانستان پلازمېنې کابل ته پکې اوږده لاره غځېدلې ده.

په دغه ایجنسۍ کې افغانستان ته د لوېدیځو ځواکونو اکمالاتي کاروانونه تېرېدل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاکستان کې د ''اسلامي دولت'' د نفوذ ډېرېدو له وېرې ددغې ډلې پرضد لاریونونه شوي

د پاکستاني طالبانو د تحریک د بنسټګر بیت الله مسید تر مشرۍ لاندې سعید خان په اورکزیو کې مهم مرکزونه لرل، نوموړي هلته د طالبانو قضايي سیستم مخته وړه چې بیا وروسته یې د عملیاتو مهم قومندان شو.

نوموړي د خپلې مشرۍ پرمهال په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې له پېښوره پر راوتلې لویه لار افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي کاروانونو ډېر بریدونه وکړل.

خو د اورکزیو غرنۍ او سختې سیمې ته په پام سره، په ګاونډیو (واڼه او میرانشاه) کې دا ډول سخت دریځ چلند ډېر کارنده نه ښکاري.

پاکستاني پوځ میرانشاه کې پوځي عملیات وکړل، چې بیا وروسته د اورکزیو په څېر سیمې د اوږدمهال لپاره د سخت دریځو پر پټنځایونو بدلې شوې.

سپک برید

د تېرې شنبې په ورځ یوې ډلې سنایپر ویشتونکو جنګیالیو په کوهاټ کې د پاکستان پر یوه پوځي کاروان برید وکړ، چې لږترلږه درې کسان یې پکې ووژل.

تر ټولو حیرانوونکې خبره دا وه چې ددغه برید پړه ظاهراً له "اسلامي دولت" سره خواخوږو کسانو پرغاړه واخیسته.

شنونکي وايي، دا په تېرو شپږو میاشتو کې د "اسلامي دولت" د ملاتړو له خوا نسبتاً یو سپک برید و، ځکه انګیرنې دا دي چې په دې سیمه کې دغه ډله تر اوسه لهپاموړ مالي او لوژستیکي ملاتړه برخمنه شوې نه ده.

د پاکستان ځینې حکومتي سرچینې مني، چې "اسلامي دولت" ډله د پخوا پرتله اوس پاکستان ته ډېر ګواښ پېښوي.

شنونکي پر دې اند دي، د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د پخوا په څېر اوس ډېر درز پیدا شوی، چې تر ټولو تازه بېلګه یې د تېرې دوشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه، چې ویاند یې محمد خراساني خبریالانو ته وویل، باجوړو کې ددغې ډلې قومندان او مرستیال قومندان استعفاوې کړې دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د 'اسلامي دولت' خراسان ولایت څانګې لپاره حافظ‌ سعید خان مشر ټاکل شوی

خو تر اوسه په رسمي توګه د مولانا ابو بکر او د هغه د مرستیال قاري زاهد له خوا د استعفا خبره نه ده ډاګیزه شوې، خو ګڼ داسې انګیري چې دواړه شاید له "اسلامي دولت" سره یوځای کېده وغواړي.

انګیرنې دا دي چې اوس "اسلامي دولت" په سوېلي آسیا کې د خپلې پښې ټینګول غواړي، خو هېڅوک هم دا اټکل نه شي کولی چې حالت به تر دې ناوړه شي، مګر هغه مهال چې په افغانستان، پاکستان او هند کې حکومتي بنسټونو د خپلې ناکامۍ سرې اشارې نه وي ورکړې، لکه څرنګه چې په عراق او سوریه کې داسې وشول.

ورته مطالب