ایران سمندري ځواک د یمن اوبو ته دوه جنګي بیړۍ استولې

د انځور حقوق b

د ایران سمندري ځواکونو تېره ورځ (سې شنبې) دوه پوځي بیړۍ یمن سره نژدې اوبو ته استولې دي.

ایران وايي، دغه بیړۍ د ایران د بیړیو د مواصلاتي لارو تامین او په ازادو اوبو کې د دغه هېواد د ګټو ساتلو لپاره یې د خلیجي سیمې عدن او باب المندب ماموریت لپاره استول شوې.

دغه ماموریت به درې میاشتې وخت ونیسي. د ایران د سمندري ځواکونو مشر حبیب الله سیاري ویلي، دغه ډ‌له به هرچېرې چې اړتیا وي، ځای پرځای شي.

د ایران دغه بیړۍ مخکې له دې هم عدن خلیج کې د ماموریت لپاره استول شوې وې، خو هغه څه چې د پاموړ دي هغه په سیمه کې روانې نښتې دي.

سعودي عربستان او ورسره ائتلافي هېوادونو له ۱۵ راهیسې په یمن کې پر حوثي یاغیانو بمبارۍ پیل کړې دي چې دغو بریدونو پر وړاندې ایران سختې نیوکې وکړې.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي پر یمن پر پوځي برید نیوکې وکړې او د کوم ځانګړي هېواد نوم یې وانخیست: "د خواشینۍ ځای دی چې یو شمېر اسلامي هېوادونه خپلې پيسې او امکانات د دښمن په واک کې ورکوي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د یمن د وضعیت په تړاو د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره غږېدلی.

په یمن کې د سعودي عربستان له هوايي بریدونو سره سره د عدن مرکزي سیمو ته د شیعه حوثي ډلې د پرمختګ هڅې روانې دي.

د یمن د وضعیت په تړاو د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف عمان او پاکستان ته په سفر وتلی.

په رپوټونو کې راغلي چې سعودي عربستان له پاکستان نه غوښتي چې په یمن کې د حوثي ډلې د ځپلو لپاره مرسته وکړي.

ورته مطالب