سوریه او فلسطین له یرموکه وسله وال په ګډه په شاتمبوي

د انځور حقوق EPA

فلسطیني چارواکي وايي، له یرموک پنډغالي د اسلامي دولت (داعش) ډلې د اورپکو ایستلو په تړاو له سوریې سره هوکړه ته رسېدلي دي.

دغه پریکړه د فلسطین د کار وزیر احمد مجدلاني، چې د یوه لوړ پوړی پلاوي سره د کډوالو د وضعیت د ارزونې لپاره دمشق ته تللی وه اعلان کړه.

یرموک د سوریې پلازمینې دمشق ته نږدې د فلسطیني کډوالو پنډغالی دی.

ښاغلي مجد لاني په یوه خبري غونډې کې دمشق کې د دغه خبرې د اعلان تر څنګ وویل:"موږ هوکړه کړې چې د سوریې او فلسطیني ځواکونو ګډ عملیات د لوی نظامي ځواک په بڼه د دغه پنډ غالي دننه او شاوخواو کې ترسره کړو"

د دغه فلسطیني چارواکي په وینا، د سوریې دولت او په دمشق کې حاضرې فلسطیني ډلې دې پایلې ته رسېدلي چې د یرموک په تړاو هیڅ کومه سیاسي حل لاره نه لري او د بیا نیولو لپاره یې نظامي مداخله اړینه ده.

په دمشق کې د فلسطیني کډوالو میشت ځای د اپریل له لومړیو را په دې خوا د داعش ډلې لخوا تر برید لاندې وه، دغه برید د داعش ډلې او په دغه پنډغالي کې میشته فلسطیني او سوریي کډوالو ترمنځ د سختې نښتې لامل شو.

دغه پنډ غالی د عربو او اسرائيلو ترمنځ جګړه کې د فلسطین بې ځایه شویو لپاره په کال ۱۹۴۸ کې جوړه شوې وه خو د دولت مخالفې ډلې له رامنځ ته کېدو سره له ۲۰۱۲ کال راهیسې د لویو جګړو میدان ګرځېدلی.

دم مهاله شاوخوا ۱۸ زره کډوال په دغه پنډغالي کې میشته دي چې د ژوند له سختو شرایطو سره مخامخ دي.

ورته مطالب