د اخوان المسلمين مشر او ګڼو کارکوونکو ته د مرګ سزا واورول شوه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د محمد مرسي له واکه لېرې کېدو وروسته د اخوان المسلمين ډلې سلګونو تنو ته د مرګ سزا اورول شوې ده

د مصري رسنيو په وينا، محکمې د اخوان المسلمين ډلې مشر محمد بديع او ۱۲ نورو ته د حکومت پر وړاندې د تاوتريخوالي په تړاو د مرګ سزا واوروله.

همدارنګه محکمې يو امريکايي مصري او ډېرو نور کسانو ته د عمري بند سزا واوروله.

په تېر مارچ مياشت کې محمد بديع ته په يوه بله قضيه کې د مرګ سزا اورول شوې وه او ويل کېږي په ډېرو نورو قيضېو کې هم ښکېل دی.

امريکايي مصري محمد سلطان ته د اخوان المسلمين سره د همکارۍ او غلطو معلوماتو په خپرولو د عمري بند سزا اورول شوې ده.

د مصر حکومت اخوان المسلمين يوه "تروريستي ډله" بولي

د اخوان المسلمېن ډلې خطيب صلاح سلطان، زوي له څو مياشتو راهيسې د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړی دی.

په ۲۰۱۳ کال د پخواني ولسمشر محمد مرسي له واکه لېرې کېدو وروسته نژدې ۱۶۰۰۰ زره کسان بنديان شوي، چې زياترو ته يې سختې سزاوې اورول شوې دي.