۸۵ کاله وروسته ایاصوفیا کې د لومړي ځل لپاره قرآن تلاوت شو

Image caption د ایاصوفیا بهرنی منظر

له ۸۵ کلونو وروسته، د لومړي ځل لپاره د ترکیې ایاصوفیا موزیم کې یوه ترکي مذهبي مشر قرآن شریف تلاوت کړ. ایاصوفیا لومړی جومات و، خو د تېرې پېړۍ په ۱۹۲۳ کال موزیم ترې جوړ شو.

ایاصوفیا د ترکیې استانبول ښار کې موقعیت لري، چې د نړیوال اسلامي میراث یوه بېلګه ده.

دغه ځای د نژدې زرو کلونو لپاره لویه کلیسا و، بیا د نیمې پېړۍ لپاره جومات او ورپسې موزیم شو، چې هر کال د نړۍ له لروبر نه ګڼ سیلانیان ورځي.

په ترکیه کې واک د کمال اتاترک له رسېدا وروسته په ایاصوفیا کې ډېر بدلونونه راغلل، چې نوموړي اسلامي نظام پر لادیني هغه بدل کړ او اسلامي خلافت یې لغوه اعلان کړ.

د علي تیل په نامه یوه ترکي مذهبي مشر د تېرې جمعې په ورځ "له رسول سره مینه" په نامه د یوه نندارتون د پرانیستلو پرمهال د قرآن شریف یو سورت تلاوت کړ.

دغه مذهبي مشر د ترکیې انقرې په یوه جومات کې ملا امام دی.

دغو مراسمو ته د ترکیې د مذهبي چارو د ادارې د مشر محمد ګورمیز په ګډون ګڼ ترکي جګپوړي چارواکي هم ورغلي وو.

د اسلام له پیغمبر سره د مینې په هدف د ایاصوفیا د ننه د اسلامي خط نندارتون به د مې تر ۸ پورې پرانیستی وي.

ایاصوفیا کاتدرایه د بیزنطنیانو (ختیځ روم) د امپراتورۍ پرمهال د شپږمې پېړۍ په اوږدو کې جوړه شوه، چې د قسطنطینیې د بطریرک (پلار سالاري) د اوسېدو ځای هم و(چې بیا وروسته د عثمانیانو له راتګ سره دغه ځای ته استانبول نوم غوره شو).

خو کله چې په ۱۴۳۵ کال عثمانیان دغه ښار ته ننوتل، دویم سلطان محمد سم لاسي په جومات ددغه ځای د اړولو امر وکړ.

د کاتدرایه ګومبزې ته نژدې د اذان منارې پکې جوړې شوې، خو د خلافت د نظام له ړنګېدا وروسته دغه جومات موزیم شو.

په ۲۰۰۲ کال په ترکیه کې واک ته د عدالت او پراختیا اسلامي ګوند تر رسېدا وروسته، یوځل بیا پر جومات ددغه موزیم د اړولو غوښتنې ډېرې شوې.

د انځور حقوق AFP
Image caption ایاصوفیا د ترکیې استانبول ښار کې موقعیت لري، چې د نړیوال اسلامي میراث یوه بېلګه ده.
د انځور حقوق Getty

په ۲۰۱۳ کال د ترکي مرستیال لومړي وزیر دا خبرې په ګڼو بدې ولګېدې، چې ګني د موزیم ودانۍ پر جومات اړول کېږي.

د یونان حکومت د هغه پر خبرو غوسه وښوده او دا یې "میلیونونو مسیحیانو ته سپکاوی" وباله.

د انځور حقوق AFP