عربستان یمن کې د ایران له خوا د بریدونو درولو غوښتنه رد کړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حوثیانو او ولسمشر هادي پلووو ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده

سعودي عربستان د یکشنبې په ورځ د ایران هغه غوښتنه رد کړه، چې وايي یمن کې دې هوايي بریدونه وردوي، خو وايي تهران باید د یمن کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

سعودي او نورو ملګرو هېوادونو په یمن کې د شیعه حوثي یاغیانو پرضد له تېرو درو اونیو راهیسې هوايي بریدونه پیل کړي دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل ریاض کې د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر لوران فابیوس سره ګډې خبري غونډې ته وویل: "څنګه کېدای شي چې ایران په یمن کې له موږ د جګړې درېدل وغواړي، موږ هلته د یوه قانوني حکومت د ملاتړ لپاره تللي یو، او ایران د یمن د چارو مسؤول نه دی".

د سعودي دغه وزیر له تهران غوښتي چې "یمن کې له جرمي فعالیتونو لاس واخلي او د یمن قانوني حکومت پروړاندې حوثیانو ته د وسلو او نورو مرستو له ورکولو ډډه وکړي".

پر همدې مهال، د یکشنبې په ورځ د "خور مکسر" ښار ولسي مقاومت جرګګیو د حوثیانو دوه جنګیالي وژلي درې نور یې نیولي دي.

دغو شیعه ملېشو القات ښار ته څېرمه پر یوه کلي برید کړی و.

د انځور حقوق AFP
Image caption ویل کېږي د سعودي په مشرۍ یمن کې بمباریو ولسي وګړي هم وژلي دي

د "خور مکسر" ساحلي ښار پر څنډه د ولسمشر عبد ربه منصور هادي پلوو ځواکونو د حوثیانو پرضد جګړې ته دوام ورکړی.

د بحاح ټاکل

پر همدې مهال، د یمن ولسمشر ته نژدې سرچینو بي بي سی ته ویلي، ولسمشر عبد ربه منصور هادي خالد بحّاح خپل ځایناستی ټاکلی دی.

سرچینه وايي، ولسمشر به خپل ځینې واکونه بحاح ته وسپاري.

خو ځینو قبایلي او پوځي سرچینو بي بي سي ته ویلي، د یمن سوېل ختیځ شوه ولایت په "جول الریده" سیمه کې د یکشنبې په ورځ د حوثي شیعه یاغیانو یو قومندان خالد الخطیب، چې د غرنیو ځمکنیو ځواکونو قومندان و، له خپلو اوو ملګرو سره په یوه څو (کمین) کې وژل شوی دی.

سرچینه وايي، الخطیب د حوثیانو په پلوۍ پوځي عملیاتو کې برخه لرله، او ډېر کله یې شبوه کې د قبایلو پرضد بریدونه کول.

د نیونو لړۍ

د یمن یوې پوځي سرچینې او نورو امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، حوثیانو د پوځ، امنیت او استخباراتو او ملي امنیت په لیکو کې د ګڼو کسانو د نیولو عملیات پیل کړي دي، چې په تېرو دوو ورځو کې یې لږترلږه ۸۹ کسان نیلوي دي.

حوثیان پر دغو کسانو تور پورې کوي، چې ګني د پوځي هدفونو مشخصولو لپاره یې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف د بریدونو لپاره لاره هواره کړې ده.

د ایران تور

د یمن د بهرنیو چارو وزیر ریاض یاسین پر ایران حوثي یاغیانو او د علي عبدالله صالح پلوو جنګیالیو ته د وسلو لېږدولو تور پورې کړی دی.

نوموړی وايي، د بهرنیو چارو وزارت د یمن اوبه یوه خطرناکه سیمه بولي، ځکه چې له مخکینۍ اجازې پرته پکې بېړۍ نه شي ګرځېدلی.

نوموړي د یمن یوې رسنۍ ته ویلي، سمندري بندیز د ایران له لوري حوثیانو ته د وسلو د لېږدولو مخه نیسي.

یاسین وايي، د سعودي په مشرۍ له ایتلاف یې غوښتي چې د یمن اوبه وڅاري، او یوازې مرستې لېږدوونکې بېړۍ پرېږدي.

د انځور حقوق AFP
Image caption سعود الفیصل او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس سعودي کې ګډې خبرې غونډې ته وینا وکړه

په صنعاء کې یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، د صنعاء پر نړیوال هوايي ډګر د قاهرې یوه روسۍ جوړه الوتکه د ایتلاف له لوري د کښېناستو اجازه ترلاسه نه کړه، همدا وو چې بېرته وګرځېده.

سرچینه وايي، دغه روسۍ الوتکه له یمن نه د روسي او نورو وګړو د ایستلو لپاره راغلې وه.

ورته مطالب