د س کوریا ولسمشرې د ډوبې شوې بېړۍ موندلو هوډ څرګند کړی

Image caption د قربانیانو خپلوانو د انسن په ښار کې یوه پلان شوې یاده غونډه ځکه لغوه کړه چې اغلې پارک په کې ګډون و نه شو کړای.

د سوېلي کوریا ولسمشرۍ د سېوېل په نامه د ډوبې شوې بېړۍ د پیدا کولو ژمنه کړې، په داسې حال کې چې د دغه هېواد خلک له ناورین پوره یو کال وروسته په یاد غونډو کې ګډون کوي.

ټولټال ۳۰۴ کسان چې ډېری یې د ښوونځي زده کونکي وو هغه مهال ووژل شول چې بېړۍ له اندازې ډېر وزن له کبله د جېندو ټاپو کې ډوبه شوه.

د قربانیانو خپلوانو د حکومت پر وړاندې غوسه څرګنده کړې او د احتجاج په ډول یې لږترلږه یوه یاد غونډه لغوه کړې ده.

ژغورونکو له نهو پرته د نورو ټولو وژل شوو کسانو مړي موندلي، خپلوان یې وايي بېړۍ او د دوی د عزیزانو مړي باید پیدا کړای شي.

حکومت وايي د بېړۍ د لټون پر چارو به تر ۱۱۰ میلیون ډالرو لګښت راځي او تر دې مخکې له دغه مصرفه په شا شوي وو.

خو ولسمشرې پارک ګېنهای په جېندو ټاپو کې د خبرو پر مهال وویل هغه به "د بېړۍ د ژر تر ژره موندلو لپاره اړین ګامونه پورته کړي".

د سوېلي کوریا ولسي جرګې په یوه پرېکړه لیک کې ویلي د بېړۍ ژر تر ژره موندل ښايي "د ژغورل شویو او د قربانیانو د کورنیو...او د ټولو هېوادوالو" غم کم کړي.

خو د تري تم شویو زده کونکو کورنیو ویلي وو دوی ډاډه نه دي چې سېوېل بېړۍ به وموندل شي.

له سیمې د بي بي سي خبریال سټیف ایونز په خپل رپوټ کې ليکي، دغه کورنۍ د حکومت د لټون پلان ته د شک په سترګه ګوري او د ولسمشرې خبرې یې ناڅرګندې او سیاسي بللې دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پلټونکي وايي بېړۍ د عملې د ټیم د یوه کم تجربه غړي د تېروتنې له امله ډوبه شوه چې هڅه یې کړې وه په ډېرې چټکۍ د بېړۍ لور ته تغیر ورکړي.

که څه هم ولسشمرې پارک د کورنیو دا غوښتنه ومنله چې د بېړۍ موندلو لپاره به اړین ګامونه پورته کوي خو د کورنیو غوسه او غم بیا هم په خپل ځای و.

ولسمشرې د ویر په توګه تورې جامې په ځان کړې وې. "زه په ژور ډول غمجنه یم او زړه مې په دې درد کوي چې تاسو ته به څومره ګرانه وي".

خو غمجنې کورنۍ د هغې له رسېدو مخکې له سیمې تللې وې، چې د سوېلي کوریا د رسنیو په وینا دا د هغوی له خوا د احتجاج ښکارندويي کوي چې ولسمشرې ولې تر دې مخکې اړین ګامونه نه وو پورته کړي.

پر پنجشنبه په ټول هېواد کې د یاد مراسم ترسره کېږي.

خو د قربانیانو خپلوانو د انسن په ښار کې یوه پلان شوې یاده غونډه ځکه لغوه کړه چې اغلې پارک په کې ګډون و نه شو کړای.

پلټونکي وايي بېړۍ د عملې د ټیم د یوه کم تجربه غړي د تېروتنې له امله ډوبه شوه چې هڅه یې کړې وه په ډېرې چټکۍ د بېړۍ لور ته تغیر ورکړي.

دوی دا هم ویلي وو چې د بېړۍ جوړښت ته په ناقانوني ډول بدلون ورکړل شوی وو او له اندازې ډېر وزن یې درلود چې له همدې امله بې ثباته شوې وه.

ورته مطالب