د یمن لپاره د ملګروملتونو استازي استعفا کړې

د انځور حقوق Reuters

د ملګروملتونو ځانګړي استازي جمال بن عمر په یمن کې له ۴ کاله کار کولو وروسته له خپلې دندې لاس په سر شو.

ملګروملتونو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلي بن عمر ځای ناستی به ژر تر ژره وټاکل شي.

ملګروملتونو ټینګار کړی، چې په یمن کې د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره به له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.

په یمن کې حوثیانو او ملاتړو یې د دغه هېواد پلازمېنه په واک کې نیولې او هڅه کوي چې د دغه هېواد په سویل کې عدن ښار هم ولکه کړي.

کارپوهان وايي، عربستان او د خلیح شاوخوا هېوادونو پر مراکشي دیپلمات ښاغلي بن عمر سختې نیوکې کړې وې.

عربستان او ملاتړي یې پر یاغي حوثیانو هوايي بریدونه کوي.

د ملګروملتونو دیپلماتیکو سرچینو ویلي، د دغه سازمان مشر بان کې مون کېدای شي د بن عمر پر ځای یو موریتانیايي دیپلومات وټاکي.

ورته مطالب