"بحرین کې له بشري حقونو سرغړونه روانه ده"

د انځور حقوق Reuters

د بشري حقونو نړیوال سازمان په بحرین کې د بشري حقونو د نقض په اړه خبر ور کړی.

د بشري حقونو نړیوال سازمان هغه راپور چې د موټر چلونې" فارمول ون" سیالیو په درشل کې خپور کړی وايي، وروستیو څو کلونو کې د سیاسي اصلاحاتو سره سره په بحرین کې د بشري حقونو د نقض شاهدان دي.

د بښنې نړیوال سازمان ۷۵ مخه ییزه راپور کې راغلي، چې د بحرین د حکومت د مخالفینو ټکول لا دوام لري او د مخالفینو نیول، زنداني کول، په پلازمېنه کې د اعتراض په ډول د لاریونونو مخنیوی کول او بد چلن په تړاو څرګندونې په دغه راپور کې ځای په ځای په شوې.

په بحرین کې اعتراضي حرکتونه د۲۰۱۱ کال په لومړیو کې له لاریونونو او تحصن سره پیل شو اعتراض کوونکو سیاسي اصلاحاتو او د خلکو لپاره دیموکراتیکو حقونو غوښتنه کوله.

د دغو اعتراضونو به دوام سره د بحرین اسلامي یووالي جمعیت ګوند چې مشري یې شعیه روحانیون کوي د لاریونو او اعتراضونو مشرۍ یې په غاړه واخیسته او د دغه هیواد حکومت سره دا وېره پیدا شوه چې د رژیم د بدلېدو لامل نه شي.

د بحرین ډیری خلک شیعه توکمي دي خو هغه کورنۍ، چې د دغه هیواد سیاسي نظام په واک کې لري سني دي.

بحرني چارواکو څو څله ایران په دې تورن کړی چې له هغو شیعه روحانیونو سره، چې د دولت مخالفین دي او خلک لمسوي مرسته کوي خو ایران دغه تورونه ردوي.

په داسې حال کې چې د هماغه کال په مارچ میاشت کې د عربستان سرتیرو د بحرین له مهمو ښارونو ساتنه کوله.

د د غه هیواد پولیسو یو شمېر خلک، چې د بحرین په پلازمینې منامه کې یې اعترا ض کړی و، په خپلو منځونو کې یې بې اتفاقه کړل.

خو دغه ګامونه په سیاسي اعتراضونو پای ته ونه رسیدل او له تاوتریخوالي ډک لاریونونه لا هم روان وه.

د بحرین دولت په وروستیو کې یو شمېر اصلاحات د پاچاه د واک په محدولو او د سیاسي پرانېستې فضا په اړه رامنځته کړل خو د حکومت مخالفانو ویلې چې دغه اصلاحات بسنه نه کوي.

ورته مطالب