روحاني: سعودیانو چې څه کرلي، هغه به ورېبي

د انځور حقوق Getty

د ایران ولسمشر حسن روحاني د شنبې په ورځ په یمن کې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف پر بمباریو کلکې نیوکې وکړې او وویل"د سعودي واکمنه کورنۍ به په یمن کې هغه څه ورېبي چې د هوايي بریدونو له لارې یې کرلي دي".

د سعودي په مشرۍ ایتلاف لاهم په یمن کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پلوو ځواکونو پر ځای ځایګیو هوايي بریدونه کوي.

که څه هم ایران د حوثیانو ملاتړ کوي، خو په ښکاره دغو یاغیانو ته د وسلو او جنګیالیو ورکولو د ادعاوو له منلو ډډه کوي.

ایراني ولسمشر حسن روحاني تهران کې د یوه پوځي پروګرام پرمهال د ملي تلویزیون ژوندي خپاره شوي پروګرام کې وویل، په یمن کې د ولسي وګړو وژل سعودیانو ته ویاړ او ځان پیاوړي ښودل نه دي.

نوموړی وايي:"د بې ګناه یمني ولس بمبارول څه معنا لري؟ دوی د کومې موخې لپاره دا کار کوي، ایا د ماشومانو وژنه ددوی قوت ډېروي؟ تاسو په سیمه کې د کرکې تخم کرلی، که ژر وي یا وروسته، د غبرګون او غچ شاهدان به وئ".

نوموړی زیاتوي:"په یمن کې سپین روبي، ماشومان او ښځې مه بمباروئ، د مظلومانو وژل بریدګرو ته د شرم خبره ده". د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د سعودي هوايي بریدونه "ټولوژنه" او "لوی جرم "ګڼلی.

ایران وړاندې په څلورو ټکو کې ملګرو ملتونو ته په یمن کې د اوربند او سولې راتلو وړاندیز کړی دی.

ایران وايي، لومړی دې یمن کې سم لاسي اوربند وشي، بشري مرستې دې ورسولې شي، او د یمن سیاسي قوتونو ترمنځ دې د ملي یووالي د حکومت جوړېدو لپاره د خبرو زمینه برابره شي.

روحاني پر سعودي دا تور هم پورې کړی، چې دده په ټکو په منځني ختيځ کې "ترهګرو ډلو " ته وسلې او پیسې ورکوي.

نوموړی پوښتي "سوریه، لبنان او عراق کې ترهګرو ته د وسلو او پیسو ورکول څه معنا لري؟".

د ایران ولسمشر ویلي، د هېواد پوځ یې یوازې له ځان نه دفاع کوي، دې خوا ته باید کش نه کړای شي چې ګني د سیمې لپاره ګواښ دی:

"تل زموږ ستراتیژي له ځان نه دفاع ده،نه د جګړې عقیده خپرول" خو وايي په سیمه کې د ایراني سمندري ځواکونو شتون "د فارس په خلیج او عدن خلیج کې یوازې د ګاونډیو هېوادونو د امنیت او د سمندري لېږد د خوندي کولو لپاره دی".

نوموړی زیاتوي "زموږ وسله وال ځواکونه زموږ ولس او په سیمه کې نورو وګړو ته سوله راولي".

ورته مطالب