ایران یمن کې له م. م د سولې رسمي پلان غوښتنه کړې

د انځور حقوق Reuters

ایران له ملګرو ملتونو په یمن کې د سم لاسي اوربند پیلولو غوښتنه کړې ده.

ایران دا وړاندیز داسې مهال کړی، چې امریکا او سعودي د یمن شخړې لپاره پر یوه داسې سوله ییز حل هوکړه کړې ده، چې هلته تلپاتې سوله او ارامي راشي.

د تهران چارواکو د یمن شخړې حل لارې ته څلور ټکي وړاندیز کړي دي:

لومړی دې د ښکېلو غاړو ترمنځ سم لاسي اوربند وشي، او ټول بهرني پوځي بریدونه دې ودرول شي، یمن ته دې بشري مرستې ورسولې شي او د یوه پراخه ملي چوکاټ په اډانه کې دې د سولې خبرې پیل او د ملي یووالي یو شامل حکومت دې جوړ شي.

دا پیغام د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف له آدرسه د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کي مون په پته استول شوی دی.

د ایران پیغام کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې "په یمن کې د ګډوډو هوايي بریدونو د درولو لپاره لاس په کار شي" چې څرګنده اشاره یې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف بریدونه دي، چې تر ډېره پکې د ایران له ملاتړه برخمن حوثي شیعه یاغیان او د هغوی مرکزونه په نښه کېږي.

ظریف وايي، د ایران د وړاندیز له عملي کېدا وړاندې باید ځینې شرطونه وړاندې شي.

سعودي عربستان ویلي پوځي عملیات به تر هغو ونه دروي، چې حوثیان له پلازمېنې صنعاء وتلي نه وي، خپلې وسلې یې پر ځمکه اېښې نه وي او یمن ته ولسمشر عبد ربه منصور هادي خپلې څوکۍ ته ستون شوی نه وي.

د انځور حقوق EPA

سعودي په یمن کې د ځمکنیو عملیاتو پیلول هم لیرې خبره نه ده ګڼلې، خو د پیلېدو کره نېټه یې هم نه ده ډاګیزه کړې.

رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د سرچینو په حواله ویلي، ایران د سولې دا وړاندیز د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو ته کړی دی.

خو سرچینه وايي، لا تر اوسه د ایران د دغه وړاندیز په اړه کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.

عربي هېوادونه ـ په تېره بیا سعودي عربستان ـ ایران د حوثیانو په پوځي ملاتړ تورنوي، خو تهران بیا دا تورونه په ټینګه ردوي.

د ایران په وړاندیز کې دا هم ویل شوي چې یمن کې ناکراري ترهګرو ډلو ته په یمن کې د پرمختګ زمینه برابروي.

یمن په منځني ختيځ کې د القاعدې شبکې تر ټولو ټینګ مرکز لري، چې په غرنیو سیمو کې یې جنګیالي له حکومتي ځواکونو سره مرګونې جګړې کوي، خو هلته د امریکا بې پیلوټه الوتکې هم بریدونه ورباندې کوي.

ملګري ملتونه وايي، په یمن کې د هوايي بریدونو له پیلېدو راهیسې شاوخوا ۱۵۰ زره وګړي له خپلو مېنو کوچېدلي دي.

ورته مطالب