"یمن د ایران له خوا د اوربند وړاندیز رد کړی"

د انځور حقوق epa
Image caption سعودي عربستان ویلي، پوځي عملیات به تر هغو ونه دروي، چې حوثیان له پلازمېنې صنعاء وتلي نه وي

یمن د ایران لخوا ملګر ملتونو ته وړاندې شوی د اوربند وړاندیز رد کړی.

د رویترز خبري اژانس پر بنسټ د شنبې په ورځ(اپرل ۱۸) د یمن حکومت ویلي، د ایران لخوا د سولې لپاره د اوربند وړاندیز یې رد کړی.

ایران له ملګرو ملتونو په یمن کې د سم لاسي اوربند پیلولو غوښتنه کړې وه.

رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د سرچینو په حواله ویلي، ایران د سولې دا وړاندیز د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو ته کړی دی.

ایران دا وړاندیز داسې مهال کړی، چې امریکا او سعودي د یمن شخړې لپاره پر یوه داسې سوله ییز حل هوکړه کړې ده، چې هلته تلپاتې سوله او ارامي راشي.

د تهران لخوا د یمن شخړې حل لارې لپاره وړاندیز کې راغلي و چې، لومړی دې د ښکېلو غاړو ترمنځ سم لاسي اوربند وشي، او ټول بهرني پوځي بریدونه دې ودرول شي، یمن ته دې بشري مرستې ورسولې شي او د یوه پراخه ملي چوکاټ په اډانه کې دې د سولې خبرې پیل او د ملي یووالي یو شامل حکومت دې جوړ شي.

دا پیغام د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف له آدرسه د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کي مون په پته استول شوی و.

د ایران پیغام کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې "په یمن کې د ګډوډو هوايي بریدونو د درولو لپاره لاس په کار شي" چې څرګنده اشاره یې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف بریدونه دي، چې تر ډېره پکې د ایران له ملاتړه برخمن حوثي شیعه یاغیان او د هغوی مرکزونه په نښه کېږي.

ظریف دا هم ویلي و، چې د ایران د وړاندیز له عملي کېدا وړاندې باید ځینې شرطونه هم وړاندې شي.

سعودي عربستان ویلي، پوځي عملیات به تر هغو ونه دروي، چې حوثیان له پلازمېنې صنعاء وتلي نه وي، خپلې وسلې یې پر ځمکه اېښې نه وي او یمن ته ولسمشر عبد ربه منصور هادي خپلې څوکۍ ته ستون شوی نه وي.

ورته مطالب