په سومالیا کې د ملګرملتونو په موټر بمي چاودنه شوې

د انځور حقوق AP
Image caption د الشباب ډله له سومالیا نه بهر هم بریدونه ترسره کوي

د سومالیا د شمال لوېدیځې نیمه خپلواکې سیمې پونتلند کې د ملګر ملتونو پر موټر چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۶ کسان په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

ګومان کېږي چې دغه بم په هغه موټر کې چې د ملګروملتونو سازمان کارکوونکي په کې سپاره وو ځای پر ځای شوی وي.

په پونتلند کې یوه لوړپوړي چارواکي د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي، چې د پونتلند په مرکز ګاروو ښار کې وژل شوي کسان سوماليايي او بهرني وګړي وو.

القاعده پورې تړلې الشباب ډلې اعلان کړی، چې په دغه برید کې يې لاس درلود.

په وروستیو اونیو کې الشباب ډلې په سومالیا کې د نړیوالو بنسټونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

پونتلند په ۱۹۹۸ کال کې د خپلواکۍ اعلان وکړ او د سمندري غلو اصلي اډه ګڼل کېږي.

د الشباب ډله له سومالیا نه بهر هم بریدونه ترسره کوي.

دوه اونۍ وړاندې یې د کینیا په شمال ختیځ کې په یوه پوهنتون باندې د برید په ترڅ کې ۱۴۷ کسان ووژل.

ورته مطالب