د جاپان مګناتيسي ځغاستې اورګاډي بيا نړیوال ريکارډ مات کړی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مګناتيسي ځغاستې يوه جاپاني اورګاډي د نړيوالې چټکۍ خپل ريکارډ جوړ کړی، او له فوجي سره نژدې ازمويښتي ځغاسته کې يې په يوه ساعت کې ۶۰۳ کيلومتره مزل کړی دی.

دغه اورګاډي په يوه ساعت کې د ۵۹۰ کيلومتره چټکي ماته کړې، چې تېره اوونۍ يې په يو بل ازمويښت کې جوړه کړې وه.

مګلېف يا د مګناتيسي ځغاستې اورګاډي، په برېښنا چارج شوي مګناتيس کاروي چې د اورګاډي ډبې د رېل پټلۍ له پاسه خوځوي.

د جاپاني مرکزي برخې اورګاډو کرښو شرکت، چې د دغه اورګاډو څښتن دی، غواړي دغه خدمت د ۲۰۲۷ کال په راتلو د توکيو او ناګويا مرکزي ښار ترمنځ عملي کړي.

د دغو دواړو ښارونو ترمنځ د ۲۸۰ کيلومترو واټن به يوازې ۴۰ دقيقې وخت نيسي، چې د اوس مهال له نيم وخت به هم څه کم وي.

خو مساپر به د چټکۍ ريکارډ ماتولو مګناتيسي ځغاسته تجربه ځکه نه شي کړی، چې شرکت ويلي اورګاډي به يې د ساعت لوړې کچې ۵۰۵ کيلومترو واټن مزل کې چلېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د مګناتيسي ځغاستې دغه اورګاډي، په برېښنا چارج شوي مغناتيس کاروي چې د اورګاډي ډبې د رېل پټلۍ له پاسه خوځوي

په پرتله ييز ډول د يو جاپاني شينکانسن يا "ګولۍ اورګاډي" د چلېدا تر ټولو زياته چټکي په يوه ساعت کې ۳۲۰ کیلومتره ده.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې اټکل دی يوازې ناګويا ته د غځېدلو پټليو جوړولو لګښت نژدې ۱۰۰ميليارډ ډالرو ته ورسېږي، چې د دې ليکې څه د پاسه ۸۰ سلنه برخه به له ګرانو تونلونو تېرېږي.

تمه ده تر ۲۰۴۵ کال پورې به مګلېف اورګاډي پلازمېنه توکيو له اوساکا سره په يوازې يوه ساعت کې ونښلوي، چې د دغه دواړو ښارونو ترمنځ به د مزله وخت سم نيم راکم کړي.

جاپان په خپلو شينکانسېن اورګاډو پېژندل کېږي، چې پر فولادي پټليو ځغلي، خو دغه هېواد په مګلېف ټکنولوژۍ کې هم پانګونې ته مخه کړې، چې هيله لري بهر کې به يې وپلوري.