له کډوالو ډکو بېړیو قاچاقچيان څوک دي؟

Image caption قاچاقچيانو نژدې ۱۰۰۰ کډوال د بلو سکای اېم باروړونکې بېړۍ کې راغونډ کړي وو

باور دی د انسانانو قاچاقچيان د عز الدین په نامه یوه باروړونکې بېړۍ، چې په چټکۍ روانه وه، له ۳۵۹ ناقانونه کډوالو سره په مدیترانې سمندر کې چالانه پرې اېښې او ترې تللي وو.

کارپوهان وايي قاچاقچيان په دې وروستیو میاشتو کې له نویو تکتیکونو کار اخلي، په زړو بار وړونکو بېړیو کې په سلګونو خلک چې ډېر يې د سوريي کډوال دي- له ترکيې اروپايي هېوادونو ته لېږدوي.

څو ورځې وړاندې، د Blue Sky M په نامه یوه بېړۍ چې ۹۷۰ کسان په کې وو، دیونان له سمندرغاړي سره نژدې اوبو کې وموندل شوه.

دا کسان چې دغه ډول خطرناکه سفرونه تنظیموي څوک دي- او د هغوی د مخنیوي لپاره څه ګامونه پورته شوي دي؟

تنظیم شوي جنایتونه

چارواکي وايي د عز الدین په نامه بېړۍ د پاسه د سیرالیون بیرغ رپېده، او د Blue Sky M بېړۍ د مولدووا تر بیرغ لاندې سفر کاوه.

د اروپا د پولو د کنترول د ادارې، فرونتیکس، ویانده، ایزابیلا کوپر وايي په یوې مخکینۍ پېښې کې یوې باروړونکې بېړۍ د تونګا بیرغ درلود.

خو د قاچاقچيانو پېژندل دومره آسانه کار نه دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption پر عز الدین بېړۍ د سیرالیون د فریټاون ښار نښې وې

مېرمن کوپر وايي فکر کېږي چې د دې بېړۍ کارکونکي د روسيې، مصر او سوريې وو.

هغوی له نړیوالو جنايي ډلو سره تړاو درلود.

د اروپايي پارلمان غړی او د مدني ازادیو، عدالت او کورنیو چارو کمېټې مشر، کلاود موریس وايي انساني قاچاق یو نړیوال جنایت دی.

هغه وايی یوه برخه يې له فرصت ګټه اخلي خو دوخت په تېریدو سره منظمېږي او لکه چې موږ يې وینو په اروپا کې د نورو جنایتونو سره هم تړاولري.

"ګټوره سوداګري"

پلټونکي باور لري چې د قاچاقچيانو اصلي موخه د پیسو ګټل دي.

د ایټالیا پولیس وايي قاچاقچيانو به له عز الدین بېړۍ تقریبا ۳ میلیونه ډالره ترلاسه کړي وي، ځکه چې له هرمساپره له ۴۰۰۰ تر ۸۰۰۰ ډالره اخلي.

مېرمن کوپر وايي: "انساني قاچاق یوه ډېره ګټوره سوداګري ده- ښايي په نړۍ کې تر ټولو كاروبارونو ګټوره وي".

راني سارکاس

Image caption ګومان کېږي دا به د هغه سوریايي كډوال، راني سارکاس، انځور وي چې په Blue Sky M بېړۍ کې يې سفر کاوه

ظاهرا دا هغه سوریايي کډوال و چې کله د ایټالیا سمندرغاړي ساتندويان بېړۍ ته وروختل، دی يې د بېړۍ پرسر وموند.

ایټالوي ورځپاڼې، لا ریپبلیکا، لیکلي چې دې ۳۶ کلن ځوان پولیسو ته ویلي انساني قاچاقچيانو چې پر فیسبوک يې اعلانونه خپاره کړي و، په ترکيه کې له ده سره تماس نیولی و.

د رپوټونو له مخې، قاچاقچيانو له دغه مساپر سره ژمنه کړې وه چې کله چې دوی له بېړۍ ووځي، هغه به د بېړۍ کنټرول په خپل لاس کې اخلي او په بدل کې به هغوی ورته ۱۵۰۰۰ ډالره ورکوي او کېدی شي کورنۍ يې هم اروپا ته ولېږي.

پخوا هغه د یوې بېړۍ د کپتان په توګه کار کړی و.

د سوريې پولې ته نژدې د ترکيې له میرسین ښاره يې سفر کاوه.

مېرمن کوپر وايي له انساني قاچاقه جنایتکارانو ته دومره زیاتې پیسې په لاس ورځي چې، دې ته اړتیا نه لري د نورو ناقانونه شیانو قاچاق سره يې یوځای کړي.

هغه وايي په دغو بېړیو کې نشه يې توکي یا وسلې نه دي لیدل شوي. دا دومره ګټوره سوداګري ده چې جنايي سازمانونه ورسره نورو کارونو ته اړتیا نه لري او خپل ټول پام یوازې همدې کارته اړوي.

بېړۍ په آسانۍ پېرل کېږي

د هغو خطرونو او لګښتونوپه پرتله چې خپله کډوال ورسره مخ دي، داسې ښکاري چې قاچاقچيان په آسانۍ سره بېړۍ ترلاسه کولای شي.

د لویډز لست په نامه د سمندري چارو یوې ورځپانې د مالي څانګې مسئول مدیر، ډیویډ اوسلر، وايي کېدی شي په یو میلیون ډالرو باندې یوه زړه بېړۍ واخیستل شي.

دی وايي: "هغسې زړې بېړۍ لکه چې په دې وروستیو پېښو کې په کې انساني قاچاق شوی،کېدی شي په آسانۍ سره په ارزانه بیه ترلاسه شي."

د انځور حقوق AP
Image caption داسې ښکاري چې د عزالدین بېړۍ ډېری مساپر د سوريې له جګړې په تښته وو

کله چې دبېړیو شرکتونه ویجاړېږي، هغوی کله کله خپلې زړې بېړۍ د لیلامونو په انټرنیټې سایټونو کې خرڅوي.

بي بي سي هم پر فیسبوک داسې پاڼې لیدلي چې زړې باروړونکې بېړۍ خرڅوي.

ښاغلی اوسلر وايي:"زیاتره وخت زړې بېړې په ټیټه بیه، دزړو پولادو په توګه په ټن باندې خرڅېږي."

خو هغه وايی د دغسې زړو بېړیو پولاد ښايي دومره پیاوړي نه وي چې د پولادو ترلاسه کولو لپاره بېړۍ وکولای شي تر هندوستان او بنګله دیشه پورې ورسېږي.

قاچاقچيان کولی شي له خپلو ملګرو دغه دول بېړۍ تقریبا په وړیا توګه ترلاسه کړي.

خو آیا انساني قاچاقچيانوسره څوک مرسته کوي؟

ښاغلی اوسلر وايي: "داسې شواهد نشته چې دبیړیو چلولوکوم ستر شرکت به پدې کارکې لاس درلودلی وي."

"خو دهربل صنعت په شان، ښکاره ده چې کیداېشي پکې داسې وړې جنايي ډلې موجودې وي چې په جنايي فعالیتونو لکه د نیشه يي توکو،وسلو،نوروشیانو او احتمالا انساني قاچاق کې لاس ولري."

"بېرحمه سفري اېجنسۍ"

د ایټالیا پولیس وايي کله چې د سمندرغاړي ساتندويان د Blue Sky M بېړۍ ته وروختل درې تنه يې ونیول.

د ایټالیا د خبرې رسنیو د رپوټونو له مخې، یو تن يې یو سوریايي کډوالو راني سارکاس نومېده، هغه وویل چې قاچاقچيانو ده ته ۱۰۰۰۰ ډالره ورکړي و چې له بېړۍ نه د هغوې له وتلو وروسته د بېړۍ مسئولیت پر غاړه واخلي.

د ترینتو په پوهنتون کې د جنایت پېژندنې مرستیال پروفیسر، آندریا دي نیکولا، وایی: "که څه هم د ایټالیا او نور حکومتونه به ویاړي چې ځینې بېړۍ چلونکي يې نیولي دي، خو د ناقانوني کډوالو د قاچاقچيانو اصلي مشران تر اوسه په ترکيې، مصر، لیبیا، پاکستان، سوريې، ایټالیا او نورو ځایونو کې خوندي ناست دي."

"هغوې د ځینو اروپايي قوانینو او سرحدي کنترول د کمزورتیاو نه ګټه اخلي. کوچني کبان نیول کېږي خو لوې کبان خوندي پاتې کېږي."

ښاغلي دي نیکولا د کډوالو د تګ راتګ پرلارو پوهاوي کې څه باندې دوه کاله وخت تېر کړی چې معلومه کړي څوک د ده په خبره "د نړۍ د ترټولو بېرحمه سفري ادارو چارې پرمخ بیايی".

د انځور حقوق AFP
Image caption کډوال ډېر وخت مجبورېږي چې له خوراکي توکو او اوبو پرته سفر وکړي

ښاغلی نیکولا وايی په بار وړونکو بېړیو کې د کډوالو قاچاق تر ټولو اغېزمنه لار ده ځکه چې پټولو ته يې اړتیا نشته. پر عکس يې- هغوی غواړي وموندل شي او وژغورل شي.

"بېساري خطرونه"

د اروپايي پارلمان غړی،کلاود موریس وايي قاچاقچيان نسبتا په ازادۍ سره فعالیت کوي. هغه وايي د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه هغه وخت د قاچاق په اړه ګامونه اخلي چې یوه کورنۍ مسئله وګرځي، او دا هغه وخت دی چې کډوال دغو هېوادونو ته ور رسېدلي وي.

خو ستونزه دا ده چې هر هېواد ځانته بېل بېل جنايي قوانین لري. او په عمل کې د کډوالو د بېړیو درول له خطره ډک کاردی.

د اروپا د سرحدي کنټرول ادارې ویانده، مېرمن کوپر وايي: "دا یو ډیر خطرناکه عملیات دي."

"په یوې وروستۍ پېښې کې، قاچاقچيانو په اوتومات ډول بېړۍ چالانه پرې ایښې وه او ترې تللي و، هېچا نه شوی کړی چې بېړۍ ودروي. یوازې هغه وخت بېړۍ ودرېده چې تېل يې خلاص شول او د ژغورنې کارکونکو وکړی شول چې بېړۍ ته وروخېژي."