اوباما: یمن ته مو د وسلو استولو په اړه ایران ته ښکاره خبرداری ورکړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption الوتکې لېږدوونکې یو ایس ایس لوزولټ بېړۍ هم د یمن اوبو ته تللې ده

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سې شنبې په ورځ وویل، امریکا په ډاګه ایران ته یمن کې د یاغیانو لپاره د وسلو استولو په اړه خبرداری ورکړی دی، چې په وینا یې دا وسلې په سیمه کې د بېړیو لپاره لوی سرخوږی جوړوي.

پر همدې مهال، این بي سي امریکايي تلویزیون د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، ایراني مشکوکو بېړیو، چې غالباً وسلې پکې بار دي، د یمن یاغیانو ته په عرب سمندر کې لنګر اچولی دی.

امریکايي چارواکو دا هم ویلي، ایراني بېړۍ له عمان سره د یمن په سرحدي سوېل ختیځه سیمه کې درېدلې دي، خو په مقابل کې یې د سعودي عربستان او مصر بېړۍ په سوېل ختیځه برخه کې ځای پرځای شوې دي.

سرچینه وايي، د مصر او عربستان د بېړیو درېدو هدف د عدن سمندرغاړې سیمې بندول دي.

اوباما د ایم ایس این بي سي تلویزیون په "هارډبال" پروګرام کې ویلي: "موږ په دې اړه په ډاګه ایران ته خبرداری ورکړی دی".

نوموړی زیاتوي: "دوی ته مو وویل که چېرې د بېړیو بار کې د یمن یاغیانو ته وسلې ولېږدولې شي، سمندري چارې له ګواښ سره مخامخ کېږي، چې دا به ټولو ته لوی سرخوږی وي. دوی ته موږ ناڅرګند پیغام نه، بلکې په ډاګه مو ورته وویل چې له دې کاره ډډه وکړي".

دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې امریکا یوځل بیا د یمن اوبو ته د چورلکو لېږدوونکې بېړۍ د استولو ټینګار کړی، چې له ایران نه یمن ته په وسلو د بار بېړیو مخه ونیسي.

پر همدې مهال، امریکايي نیویارک ټایمز او لاس انجلیس ټایمز ورځپاڼو د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، د یمن په اوبو کې د امریکايي پوځي حضور پیاوړي کېدل به تر هغو دوام وکړي، چې ایران حوثي یاغیانو ته د وسلو له استولو ډډه نه وي کړې.

یوه چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي: "زموږ هدف د یوه پیغام استول دي. داسې پیغام چې زموږ شریکان سره یوموټی شي، او د ایرانیانو لپاره دا پیغام چې موږ په سیمه کې وضعیت ارومرو څارو".

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ خبریالانو ته ویلي وو "زموږ اصلي دنده د سمندر له لارې د سوداګریزو بېړیو د امنیت ټینګول دي – همداشان د عدن خلیج کې د بېړیو تګ راتګ باید وڅارو".

ښاغلي ارنسټ دا هم ویلي، امریکا داسې شواهد موندلي چې ایران حوثیانو ته وسلې استوي، او له نورو لارو له هغوی سره مرسته کوي.

امریکا اندېښمنه ده چې ایران په دې کار سره په یمن کې د بې ثباتۍ لپاره لمن وهي، خو ایران دا ډول تورونه ردوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوباما د ایم ایس این بي سي تلویزیون په "هارډبال" پروګرام کې ویلي: "موږ په دې اړه په ډاګه ایران ته خبرداری ورکړی دی".

نژدې دوه اونۍ وړاندې د ایران سمندري ځواکونو دوه بېړۍ د یمن اوبو ته نژدې د درې میاشتني ماموریت لپاره د عدن خلیج، "باب المندب" تنګي او آزادو اوبو کې ظاهراً د مواصلاتي کرښو او ایراني بېړیو د امنیت لپاره واستولې.

امریکا وايي، د حوثیانو لپاره د وسلو استول د امنیت شورا له هغه پرېکړه لیک ښکاره سرغړونه ده چې تېره اونۍ یې پر دغې ډلې د وسلو بندیز ولګاوه.

د یمن کړکېچ کې ایران د انصار الله یا حوثیانو له ډلې ګټه اخلي، چې دغه ډله زیدي لږکي دي، خو وايي له دوی سره پوځي همکاري نه کوي.

په مقابل کې سعودي عربستان د ولسمشر عبد ربه منصور هادي او د هغه د حکومت ملاتړ کوي. عربستان د سې شنبې په ورځ په یمن کې د حوثیانو پرضد شاوخوا یوه میاشتنۍ بمبارۍ ودرولې، چې تهران یې هرکلی وکړ.

ورته مطالب