اروپا کې د افغانانو په ګډون ۱۴ کډوال اورګاډي وژلي

د اروپايي هېواد مقدونیا د پولیسو په وینا لږ تر لږه ۱۴ کډوالو اورګاډي وهلي او وژل شوي دي.

د رپوټونو پر بنسټ دغه کډوال د افغانستان او سومالیا هېوادونو وګړي دي.

ویل کېږي دغه کسان له هغې ۳۰ ـ۴۰ کسېزې ډلې څخه دي، چې تېره شپه د اورګاډي پر پټلۍ شمال خوا ته روان وه، چې د وېلز ښار ته نږدې د مقدونیا په مرکز کې اورګاډي ووهل.

د رویټرز خبري اژانس د یوه څارنوال له خولې ویلي: "د اورګاډي چلونکي د لسګونو کسانو یوه ډله ولیده."

"دغه شېبه هغه هڅه وکړه اورګاډی ودروي او د خبرتیا تڼۍ یې کېکاږله چې له کبله یې یو شمېر کسان له پټلیو لرې شول. خو چلونکي اورګاډی تم نه شو کړای او پاتې کسان اورګاډي ووهل."

د کډوالو دغه اورګاډی د یونان په شمال کې د تسالونیکي له خوا د سربیا پلازمېنه بلګراد لوري ته په حرکت کې و.

د انځور حقوق AFP

هر کال لسګونه زره کډوال د ترکیې او یونان له لارې هڅه کوي چې ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.

په دې وروستیو میاشتو کې له منځني ختیځ او افریقايي هیوادونو په ځانګړي ډول له سوریې نه اروپايي هیوادونو ته د کډوالو تګ ډېر شوی.

د بشري حقونو ډلو ویلي، د اروپايي ټولنې کړنې د مدیترانې به اوبو کې د کډوالو د کړکیچ په تړاو کافي نه دي.

په همدې تړاو بشري حقونو سازمان، د بښنې نړیوال سازمان او (ماشومان وژغورئ) په نامه سازمان په بروکسل کې له اروپايی ټولنې غوښتي چې د مدیترانې په سمندرګي کې د خپلو بیړیو تګ راتګ زیات کړي.

د بشري حقونو د دغو بنسټونو په وینا، که د اروپايي ټولنې د ژغورنې او لټون عملیات د مدیترانې په اوبو کې د لیبیا اوبو ته تر نږدې سیمې تر پوښښ لاندې را نه ولي نو د کډوالو د بیړیو د ډوبېدو لړۍ به روانه وي.

ورته مطالب