ترکیې د ارمنیانو وژنې ته د 'توکم وژنې' د کلمې پر کارولو نیوکه کړې

د انځور حقوق Getty

لومړۍ نړیواله جګړه کې د ارمنیانو د وژنې د سلم تلین لمانځلو په مراسمو کې یو شمېر ولسمشرانو دغه پېښې توکم وژنې وبللې خو ترکیې د عثماني امپراتورۍ د ځواکونو لخوا د ارمنیانو د وژنې د سلم تلین په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د توکم وژنې د کلمې پر کارولو نیوکه کړې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ده فرانسوي سیال فرانسوا اولاند دواړو د ارمنستان په پلازمېنې کې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې یادو شویو وژنو ته دا کلمه وکاروله.

ارمنیان وايي، چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د دوی "یو نیم میلیون" هېوادوال په ډله ییزه توګه وژل شوي، خو ترکیه دا شمېره نه مني.

تر شلو ډېر هېوادونه دغه وژنې توکم وژنه بولي او د فرانسې ولسمشر یې په پراخه کچه په دې نامه د پېژندلو غوښتنه وکړه.

د ترکیې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ایلتېر ترکمن وايي، چې له قانوني پلوه دا کلیمه په دې برخه کې د کارونې وړ نه ده. ترکیه دا مني چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې جرمونه شوي، خو ټینګار کوي، چې د ارمنستان د مسیحیانو د یو مخیزې وژنې کومه هڅه نه ده شوې.

د نړۍ په بېلا بېلو څنډو کې پرون جمعه (اپریل ۲۴ ) یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او د نړۍ د ځینو هیوادونو ولسمشرانو په لومړۍ نړیوالې جګړې کې د ارمنستان او ترکیې د پېښو سلم تلین ولمانځه.

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال ډېر شمېر ارمنیان ووژل شول، یو شمېر یې لوږې له منځه یوړل او نور بیا له ناروغیو مړه شول.

دغه پېښه د ۱۹۱۵ زیږدیز کال د اپریل په ۲۴ په قسطینطنیه (اوسنی استانبول) کې شوې وه.

ارمنیان دغه پېښه توکم وژنه ګڼي او پړه یې د ترکیې پر عثماني دولت اچوي.

خو ترکیه چې د عثماني امپراطورۍ مرکز وه له تاریخي پلوه دا تعریف بیخي د نه منلو وړ بولي.

ورته مطالب