"روسي هکرانو" د اوباما شخصي برېښنالیکونه لوستي

د انځور حقوق AP
Image caption امریکايي چارواکو ویلي، انټرنېټي غلو د ولسمشر بارک اوباما له خوا ځینې "حساس" استول شوي معلومات او برېښنالیکونه لوستي دي.

د امریکا "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې ویلي، "روسي الکترونیکي غلو" تېر کال د سپینې ماڼۍ د کمپیوټرونو شبکې ته ننوتلي، او د ولسمشر بارک اوباما "غیر محرمانه" شخصي برېښنالیکونه یې لوستلي دي.

امریکايي چارواکو د روانې میاشتې لومړیو کې منلې وه، چې د تېر کال وروستیو کې د سپینې ماڼۍ کمپیوټري شبکې ته یوڅوک "ننوتلي" دي، خو دا راپورونه یې نه منل، چې ګني روسي هکرانو دې دا کار کړی وي.

ورځپاڼه وايي، د سپینې ماڼۍ دغه امنیتي شبکه ماتول تر هغه ډېر ژور و، چې امریکايي چارواکو یې په اړه اعتراف کاوه.

امریکايي چارواکو ویلي، انټرنېټي غلو د ولسمشر بارک اوباما له خوا ځینې "حساس" استول شوي معلومات او برېښنالیکونه لوستي دي.

د ۲۰۱۴ اکتوبر کې، وروسته تر هغه چې د لومړي ځل لپاره د روسي هکرانو خبر خپور شو، د سپینې ماڼۍ د برېښنالیکونو پروګرام د یوڅه وخت لپاره له کاره ولوېد.

نیویارک ټایمز وايي"هکرانو چې دا کار کړی، ظاهراً ښکاري چې د بارک اوبام بلک بېري ګرځنده تیلیفون ته یې لاره کړې او کنټرول یې خپل کړی دی. خو د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو او بهرنیو کارکوونکو د برېښنالیکونو آرشیف ته یې هم لاره کړې ده، چې ولسمشر بارک اوباما په معمول ډول ګټه ترې اخسته".

نیویارک ټایمز د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله ویلي، هکرانو محرمو معلوماتو ته لاسرسی نه دی موندلی.

ددغه راپور پربنسټ، د امریکا یوشمېر چارواکو پخپلو دفترونو کې کابو له یوشان محرمې شبکې ګټه اخلي، او نورې نامحرمې شبکې په شخصي معلوماتو کې پکارېږي.

ورته مطالب