د چين او پاکستان د ورېښمو لاره به څومره ستر بدلون وي؟

چین د ۴۶میلیاردو ډالرو د پانګونې پلان اعلان کړی، چې زیاتره به يې د هغې اقتصادي لويې لارې پر جوړولو باندې لګول کېږي چې د پاکستان ګوادر بندر د چین د سینکیانګ ایالت له کاشغر ښار سره نښلوي.

د بي بي سي خبریال، الیاس خان ددې پلانونو اهمیت ته یوه کتنه کړې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاکستان وايي چین سره يې دوستي’’ له همالیا نه لوړه ده’’

دا پيسې چې چین يې پاکستان کې لګوي، د ټولو هغو بهرنیو مستقیمو پانګونو له دوو برابرو نه هم زیاتې دي چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې پاکستان ترلاسه کړې دي، او له ۲۰۰۲ کال راهیسې د پاکستان تر ټولو ستر مرسته کونکي، د امریکا د متحدو ایالتونو له ټولو مرستو نه هم خورا ډېرې دي.

پاکستاني مامورین وايي زیاتره پروژې به په ۲-۳ کلونو کې بشپړې شي، کېدای شي ځینې بنسټیزې پروژې ۱۰-۱۵کاله وخت ونیسې، خو دا پانګونې به د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو په شان د اوږدې مودې لپاره نه وي.

د چین پانګونې به د چین او پاکستان پر اقتصادي لويې لارې متمرکزې وي، د ترانسپورت او انرژۍ یولړ پروژې او د یوستر او ژور سمندري بندر جوړول چې د هند سمندر ته به یوه مستقیمه لاره وي.

د انځور حقوق BBC World Service

کارپوهان وايي له دې امله به خلکوته کارونه پیدا شي او پاکستان کې به اقتصادي فعالیتونه وهڅوي. په داسې حال کې چې په تېرو درې لسیزو کې پاکستان په یو بدخویه، کرایه لټوونکي، پوځي ځواک باندې بدل شوی و چې په وسله والو بغاوتونو اخته او خلکوته د خدمتونو برابرولو نظام يې ناکامه و.

خو هغسې چې د دفاعي چارو څیړونکی، پروفیسر حسن عسکري رضوي خبرداری ورکوي، د بدلون اصلي ټکی د معاملو لاسلیکول نه، بلکې د هغوی په موقع عملي کول دي.

خو دا ټولې پیسې به چېرې ځي؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پاکستان له لارې د ڼاټو تیریدونکو توکو باندې په وار وار د طالبانو له خوا بریدونه شوي

مامورین اعتراف کوي ځینې هغه معاملې یا قراردادونه چې په ۲۰۱۰ کې د چین او پاکستان له خوا لاسلیک شوي، ښايي بشپړې نشي. که داسې وي، نو هغوی وايي دا به زیاتره د بې کفایتي، فساد او د شفافیت د نشتوالي له امله وي.

نو، ددې لپاره چې اوسنۍ معاملې کومه ښه نتیجه ورکړي، پاکستان باید زیار وباسي او خپلې موسساتي، حقوقي، مالي او لوژستیکي ژمنې ترسره کړي.

تر یوه حده په دواړو خواوو کې د فساد امکان شته، ځکه چې دواړه هېوادونه د شفافیت په هڅولو کې نیمګړتیاوې لري. ښايي تر ډېره وخته پورې موږ ته څرګنده نه شي چې ددې پیسو څومره برخه به د پورونو په بڼه راځي، څومره به يې د مرستو په بڼه وي او څومره به يې د دولتي او خصوصي پانګو په بڼه وي.

پاکستان کې یوه سیاسي مناقشه هم شته، چې وايي که دا اقتصادي لاره د ځینو ځانګړو سیمو څخه تېره نه شي، ځینې سیاستوال به يې مخالفت وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه، ډاکټر قیصر بنګالي وايي، په داسې حال کې چې پاکستان ډېرې ستونزې لري چې باید حل يې کړي، دهېواد په شمال لویدیځ کې د اورپکو د خوندي ځایونو د ختمولو لپاره هڅو يې تریوه حده هیله مندي رامنځته کړې ده، او پردې مهال د چینايي پانګو راتلل ښيي چې پاکستان د خپل اقتصاد د رغولو لپاره یو بېساری چانس پیدا کړي.

هغه وايي ’’دا په ۱۹۶۰ کال کې د اباسین د اوبو د تړون راهیسې د پاکستان لومړنی فرصت دی چې خپله اقتصادي جغرافیه بدله کړي.’’

او اورپکي به څنګه کېږي؟

اقتصادي لویه لاره له ګوادره پیلېږي او پر کاشغر ختمېږي.

ګوادر د پاکستان په جنوب لویدیځ ایالت بلوچستان، کې د عربي سمندر پرغاړه پروت دی. تقریباً لس کاله کېږي چې بلوچستان کې بېلتون پالی بغاوت روان دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption څه باندې لس کاله پخوا د ګوادر بندر د جوړولو کارونه پیل شول

کاشغر د چین د سینکیانګ، یوازینی مسلمان اکثریت، ترکي ژبې سیمې په مرکز کې دی. هلته زیاتره د اویغورمسلمانان اوسېږي، او له ۱۹۹۰لسیزې راهیسې پکې یو بېلتون پاله غوځنګ فعالیت کوي. په دې وروستیو کې هلته ناڅاپه تاوتریخوالی زیات شوی دی چې چین يې ملامتي پر بېلتون پالو’’ تروریستانو’’ اچوي.

د ګوادر او کاشغر ترمنځ لاره د پاکستاني طالبانوله بغاوت نه ډکې سیمې ته نژدې تېرېږي. تردې وروستیو پورې افغانستان سره د پاکستان شمال لویدیځې سرحدي سیمې د پاکستاني طالبانو تر کنټرول لاندې وې، چې پکې د اویغور اورپکو ډېرزیات کسان اوسېدل. هغوې تر اوسه پورې په دې سرحدي سیمې کې شته دي، خو د پاکستان پوځي عملیاتو له تېر جون راهیسې د هغوی پناه ځایونه ګډوډ کړي دي.

اویغور اورپکو او پاکستاني طالبانو، دواړو، پاکستان کې پر چینايي اتباعو بریدونه کړي. بلوڅ یاغیانو له سوسیالیستي ایډیالوژۍ نه الهام اخیستی، خو هغوی هم چینایان غندي او د پاکستان د ګڼ نفوسه ایالت، پنجاب، ملګري يې بولي، او وايي پنجابیان د بلوچستان زیرمې ’’غلا کوي’’.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا لویه لاره به د پاکستان د ناکرارې بلوچستان سیمې نه پیل شي

یو پخواني دیپلومات، اشرف جهانګیر قاضي په یو تلویزیوني بحث کې وویل چې د پاکستان پوځ غواړي ددې ۳۰۰۰ کیلومتره اقتصادي لويې لارې د ساتنې لپاره یو ځانګړی ځواک جوړ کړي.

ډېر کسان شک کوي او وايي چې د پاکستان پوځ په تېر وخت کې ونشوای کولای افغانستان کې د ناټوعسکرو لپاره د اکمالاتو لاره خوندي وساتي.

خو ځینې په دې باور دي چې د پاکستان پوځ به د چین دغې لويې لارې سره بل ډول رویه وکړي ځکه چې له هغې نه ترلاسه شویو اقتصادي ګټو په مرسته به بلوچ یاغیان منزوي کړي.

چین ولې دا کار کوي؟

پاکستان تل ویلي چې چین سره يې ’’دوستي’’ له همالایا نه لوړه، له سمندر نه ژوره، او د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر، پرویز راشد، په خبره، له شاتو نه خوږه ده، خو ددې شاندارو خبرو ترشا ځینې جدي ګټې هم شته دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا لاره به چین ته اجازه ورکړي چې افریقا او منځني ختیځ ته د رسیدو لپاره د ملاکا د تنګي پرځای له یوې بلې لارې نه کار واخلي

دا لاره به چین ته اجازه ورکړي چې افریقا او منځني ختیځ ته د رسېدو لپاره د ملاکا د تنګي پرځای له یوې بلې لارې نه کار واخلي.

چین، پاکستان ته د پوځې وسایلود برابرولو په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو په پرتله، یو بې جنجاله باوري ملګری پاتې شوی، او له دې امله د پاکستان له نظره د هندي رقیب پر وړاندې یو خاموشه متحد دی.

چین سره دوستانه خبرې هم پاکستان سره مرسته کوي چې په لوېدیځ کې خپلو’’بې حوصلې’’ ملګرو، په تېره بیا د امریکا متحدو ایالتونو ته وښيي چې پاکستان نور پیاوړي دوستان هم لري.

د چینایانو لپاره، دا اړیکي یو جغرافیايي- ستراتیژیک اهمیت لري. ګوادر، د هغوی لپاره منځني ختیځ او افریقا ته یوه لنډه لاره ده، هلته په زرګونو چینايي شرکتونو کې په لسګونو زره چینايي کارګران کار کوي او په پرمختیايي کارونو بوخت دي.

دا اقتصادي لاره، د سینکیانګ ایالت ته چې سمندر ته لاره نه لري، لاره پرانیزي، دولتي او خصوصي سوداګرو ته اسانتیاوي برابروي چې خپل اقتصادي فعالیتونه پراخ او په دې وروسته پاتې سیمې کې خلکو ته کارونه پیدا کړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هیله کیږي چې دا پروژه به سینکیانګ او پاکستان دواړو کې بدلون راولي

هیله کېږي چې دا پروژه به سینکیانګ او پاکستان دواړو کې بدلون راولي.

چین به دا هڅه هم کوي چې د ملاکا د تنګي پرځای نورې تجارتي لارې پیدا کړي، په اوسني وخت کې د ملاکا تنګی منځني ختیځ، افریقا او اروپا ته د چین یوازینۍ سمندري لاره ده، کېدای شي د جګړې په وخت کې دا لاره بنده شي.

کېدای شي همدا دلیل وي چې چین غواړي د ختیځ پر لور د بنګال خلیج ته هم لاره پیدا کړي، چې هیله کېږي د میانمار ،بنګلادېش او احتمالاً د هند له ځینو برخو څخه تېره شي.

کارپوهان وايي د چین زیاتره دا فعالیتونه ددې لپاره دي چې کورني عایدات او لګښتونه پیاوړي کړي ځکه چې د ارزانه صادراتو پخوانۍ تګلاره نور د دوامداره اقتصادي ودې لپاره کافي نه ده. په بهر کې چین د آسیا په یو شمېر بندرونو کې پانګوي او ظاهراً هڅه کوي چې د انرژۍ سرچینو ته لاره پیدا کړي او پر سمندري لارو خپل اغېز پیاوړی کړي.

د امریکا متحده ایالتونه او هند به څه فکر کوي؟

داسې نښې شته چې امریکایانو چین هڅولی دی چې افغانستان کې یو باثباته کوونکی رول ولوبوي. او پاکستان کې ځینې خلک په دې باور دي چې په لنډې مودې کې به په دې سیمې کې د امریکا نفوذ ډېر کم شي.

خو په اوږدې مودې کې، به امریکایان یقیناً په داسې تګلارو کار کوي چې د روسيې او چین د راپورته کېدو مخه ونیسي، او دا به د مرکزي آسیا او منځني ختیځ د زېرمو ډکو سیمو ته پایلې ولري.

همدا راز، په داسې حال کې چې د هندیانو لپاره چین یو ستر تجارتي شریک او ملګری دی، کېدای شي د چینایانوله خوا د پاکستان د ګوادر بندر د کنټرول له امله د اوږدې مودې امنیتي اندېښنې هم ولري.