د بریتانیا ټاکنې: د هېواد مهمې مسلې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بریتانیا د ۲۰۱۵ کال ټاکنې

پداسې حال کې چې د مئ په اومه د بریتانیا عمومي ټاکنې ترسره کېدونکي دي،بېلابېل لوی ګوندونه د یو لړ مهمو مسلو په اړه یو له بله سره سیالي کوي.

اقتصاد د بریتانیا د بودیجې د کسرسمبالول او د هیواد د پورونو کمول د لویوګوندونود تګلارو په لومړیتوبونو کې دي.

د بریتانیې دولتي پورونه د هېواد د ناخالص ملي عاید څه باندې ۸۰٪ برخه جوړوي،د ۲۰۱۰ کال د مالي بحران نه لږڅه مخکې مودې راهیسې، خالص دولتي پورونه له دوه برابرو څخه زیات شول او۲.۲۳ تریلیونو ډالروته ورسېدل چې د ۲۰۰۹/۲۰۱۰ کلونو په پرتله ۷۵۶ ملیارده ډالره زیات دي.

وروستي ارقام ښيي چې دبودیجې کسر( د حکومت د عایداتو او لګښتونو ترمنځ توپیر) وروسته له هغې نه چې اوسني ایتلافي حکومت په ۲۰۱۰ کې واک ترلاسه کړ څه باندې ۹۰ ملیارده ډالره راټیټ شو.

د بېکارانو شمېره ۲.۶۸ ملیونو ته رسېدلې وه خو اوس دا شمېره ۱.۸۶ ملیونو ته راټیټه شوې ده.

Image caption د بریتانیا ټاکنو ته د ولاړو ګوندونو مشران په ټلویزیوني مناظرې کې

حکومت وايي چې د مالېې او ملي بیمې له پلوه ېې عایدات مخ په زیاتېدو دی، خو سسته وده ېې د انتقادونو سبب شوې او ویل کېږي چې زیاتره نوي کارونه یا نیمه وختي او ناپایداره دي او یا هم هغه ډول کارونه دي چې خلکو خپله ځان ته پیداکړي.

د ۲۰۱۴ کال په پاې کې، یوځلې بیا تنخاګانې په لوړېدو شوې. د تېرکال په پرتله ۱.۶٪ لوړې شوې. دا په تېرو ۶ کلونو کې لومړی ځل ؤ چې د انفلاسیون یا د بیو د زیاتوالي په پرتله تنخاګانې لوړې شوې.

په ډسمبر کې انفلاسیون ۰.۳٪ راټیټ شو، چې قسما د تېلو د نړیوالو بیو د راکمېدوله امله ؤ.

روغتیا

د بریتانیا د ملي روغتیايي خدمتونو بودیجه په دې ټاکنو کې یوله ډېرو ناندره ییزو مسالو څخه ده. ټول سیاسي ګوندونه وايي د روغتیايي خدمتونو دفاع به وکړي.

د روغتیايي خدمتونو بودیجه په ۲۰۰۳/۲۰۰۴ کې ۹۶ ملیارده ډالره وه چې په ۲۰۱۳/۲۰۱۴ کې ۱۶۴ ملیاردو ډالروته زیاته شوه. دواړو لویو ګوندونو،محافظه کار او کارګر، ژمنه کړې چې دا بودیجه به لا نوره هم زیاته کړي خو پوښتنه دا ده چې پیسې به له کومه کوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نرسانو کموالی یوه روانه ستونزه ده

د کامنوبلت فنډ په نامه یوې نادولتي څېړندویه موسسې د موندنو له مخې، د لسو نورو هېوادو په پرتله ( استرالیا، کاناډا، فرانسه،جرمني، هالینډ، نوی زیلینډ،ناروې، سویتزرلینډ او د امریکا متحده ایالتونه) د بریتانیا ملي روغتیايي خدمتونه په عمومي توګه ترټولو ښه دي.

د نرسانو په ګډون د روغتیايي کارکوونکو دکموالي له امله په نظر کې دي چې له بهر نه د روغتیايي کارکونکو د راوستلو کار ګړندی شي، ځکه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د کورنیو ډاکټرانو یو په درېمه برخه تقاعد ته ځي.

دا چې په دولتي روغتونونو کې ناروغان د درملنې لپاره څومره وخت انتظار باسي، د روغتیايي خدمتونو د ښه والي یا بدوالي یو معیار باندې بدل شوی. احصایې راز راز دي، خو معمولا د ژمي په وخت کې چې ډېر بوډا او کمزوري کسان ناروغه کېږي، په روغتونونو کې ګڼه ګوڼه زیاته وي.

دمثال په توګه په تېر ژمي کې، په یوشمېر روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شو، ځکه چې له حده زیاتو ناروغانو د درملنې غوښتنه کوله، خوپه روغتونونو کې په کافي اندازه بسترونه نه ؤ موجود.

ټولنیزې مسلې

د ټولنیزو خدمتونو د کمولو پروګرام او د هغوی د لا کمولو ژمنې، د ټولو لویو ګوندونو له خوا تایید شوی، پداسې حال کې چې د استوګنځي کموالی هم یوه لویه مسله ده.

د ټولنیزې خیرښېګڼې پیسې ( بیوزلو خلکوته دولتي مالي مرستې) ډېرې کمي شوې دي. کورنیو ته د دغو مرستو اعظمي کچه په کال کې ۳۹ زره ډالره ټاکل شوې.

نور بدلونونه دا دي چې که څوک په یوه دولتي کورکې یوه اضافي خونه ولري، کرایه ېې زیاتېږي، او د لومړي ځل لپاره به د ماشومانو لپاره دولتي مالي مرستې د هغوې د کورني عاید سره ټړلي وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کارونو د اعلان یوه لوحه

د ځینو نورو دولتي مالي مرستو د ترلاسه کولو مقررات هم سخت شوي دي. د مثال په توګه هغه کسان چې بېکاره دي او دولتي مالي مرستې اخلي،که د کار د ارزونې ملاقاتونو لپاره په موقع اړوندو دفترونو ته حاضر نشي، کیدای شي مرستې ورباندې بندې شي. همدا راز د معلولینو د کارکولو د توانايي د ارزونې مقررات هم سخت شوي دي.

ځینې خلک وايي چې دا بې انصافي ده. خو سره د دې، د ټولنیزې خیرښېګڼې لګښتونه په زیاتېدو دي. د دولتي ټولو لګښتونو تقریبا یو په څلورمه برخه جوړوي. زیاتره دا پیسې پربوډا متقاعدینو لګېږي چې د تقاعد تنخا په توګه ورکول کیږي. زیاترو لویو ګوندونو ژمنه کړې چې دغو پیسوسره به کار نلري او خوندي به ېې ساتي.

د کورونو د بیو د زیاتوالي او د ودانیو د لږ جوړیدو له امله په بریتانیا کې د هغو کسانو شمېر چې خپل شخصي کورونه لري پرله پسې کم شویدی.

د کورونو د خاوندانو شمېر په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو ټیټ دی، له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د کورونو جوړولو کچه هم تر ټولو ټېټه ده. سیاستوالو ژمنه کړې چې دا وضعه بدله کړي. خو په همدې ترڅ کې د کورونو کرایه په تېره بیا په لندن او جنوب ختیځ کې ګړندۍ لوړه شوی ده.

د هغو بېوزلو کسانو شمېرهم زیات شوی دی چې د خیریه موسسو له خوا ورته په وړیا توګه خوراکي توکي برابرېږي. د وړیا خوراکي توکو د مرکزونو (د خوراکي توکو بانکونو) شمېر په ۲۰۱۰ کې ۲۹ ؤ چې په ۲۰۱۴کې ۲۵۱ ته زیات شو.

خیریه موسسې او مذهبي مشران وايي بېوزلو ته د دولتي مالي مرستو د کمېدو له امله خلک اړ کېږي چې د خوراکي توکوترلاسه کولو لپاره خیريه موسسو ته مخه کړي.

د ماشوم د بېوزلۍ د عمل ډله چې یوه خیریه موسسه ده وايي ۳.۵ ملیونه بریتانوي ماشومان په بیوزلۍ کې ژوند کوي. زیاتره ېې په هغو کورنیو کې دي چې لږترلږه یو بالغ کس ېې کار کوي خو تنخا ېې کمه ده.

دا خیریه موسسه وايي دا شمېره مخ په زیاتېدو ده. حکومت هغه حالت بېوزلي ګڼي چې کورنی عاید ېې له منځنۍ کچې نه ۶۰٪ کم وي (منځنۍ کچه یعنې یوه کورنۍ چې دوه ماشومان لري اوپه منځنۍ توګه له مالېې نه وروسته ورته ۳۱ زره پونډه یا ۴۵زره ډالره عاید پاتې کېږي).

پوهنه روزنه

د ښوونځي د عمر او د پوهنتون په زده کړوکې ستر بدلونونه راغلي. پوهنه روزنه د ټولو ګوندونو لپاره په ټاکنو کې یوه مهمه مساله ده.

د پوهنتوني زده کړو فیس په ۱۹۹۸کې رامنځته شو چې په یوه کال یا سمستر کې ۱۵۰۰ ډالره و. له هغې راهیسې اوس دا رقم ۱۳۶۰۰ ډالرو ته لوړشوی دی چې کېداې شي د پور په توګه له حکومت نه ترلاسه شي.

ځینې سیاستوال او پوهنتونونه غواړي چې دا فیس لا نور هم لوړشي، پداسې حال کې چې ځینې نورو دا پوښتنه راپورته کړې چې آیا زده کوونکي به هېڅکله وکولای شي دا پورونه ادا کړي چې د فیس لپاره ېې اخیستي دي. د مثال په توګه هغو زده کوونکوچې په ۲۰۱۲کې ېې زده کړې پیل کړي، ترهغو پورې به دا پور نه ورکوي چې کلنۍ تنخا ېې ۳۲ زرو ډالرو ته ورسېږي. که په ۳۰ کلونوکې ټول پور ادا نکړي،پاتې برخه ېې ورته بخښل کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د لندن په یوښونځي کې ماشومان سبق وايي

ارقام ښيي چې د لومړنیو ښونځیو په ټولګیو کې د زده کوونکو شمېر په زیاتېدو دی. د قانون له مخې په یوه ټولګي کې د هر ښوونکي پرسر د زده کوونکو شمېر باید له ۳۰ نه ډېر نه وي.

خو د زیاتو ماشومانو زېږېدل او بریتانیا ته د ډېرو کډوالو راتلل د دې سبب شوی چې په ټولګیو کې د زده کوونکو شمېر لوړشي چې دا د والدینو لپاره د اندېښنې وړ یوه مساله ده. په اوسني وخت کې په لومړنیو ښوونځیو کې ځایونه کم دي. اټکل کېږي چې تر۲۰۱۶ کال پورې به دا ځایونه نورهم کم شي.

د بریتانیا ایتلافي حکومت په سلګونو وړیا ښوونځي پرانیستل چې زیاتره ېې د سیمه ییزو چارواکو له کنترول نه بهر دي. په ځینو ځایونو کې خلک دا ښوونځي خوښوي، خو منتقدین وايي د دغو ښوونځیو له امله د دولتي ښونځیو بودیجه کمه شوی ده او په ښوونځیو کې د ځایونو د کموالي ستونزه ېې هم نده حل کړې.

بهرنۍ تګلاره او دفاع

په نړۍ کې به د بریتانیا راتلونکې بڼه څه ډول وي؟ د بهرنۍ تګلارې تر ټولو مهمه مساله اروپايي اتحادیه ده چې آیا بریتانیا باید له اوسنیو شرایطو سره د هغې غړې پاتې شي، د اصلاح کولو هڅه ېې وکړي او یا داچې په بشپړه توګه له اروپايي اتحادېې څخه ووځي.

ځینې سیاسي ګوندونه له اروپايي اتحادېې د وتلو غوښتنه کوي. محافظه کاران غواړي اروپايي اتحادیه اصلاح کړي او بیا دا مساله یو ریفراندوم یا ټولپوښتنې ته وړاندې کړي.

کارګرګوند غواړي چې بریتانیا د اروپايي اتحادېې غړې پاتې شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اچ ایم اس وانګارډ، د بریتانیا په اټومي وسلو سمبال یو اوبتلی

له اروپايي اتحادېې سره د مناقشې اصلي مساله د خلکو د آزاد تګ راتګ د ژمنې پرسرده، چې د غړو هېوادونو خلکو ته اجازه ورکوي په اروپايي اتحادېې کې آزاد تګ راتګ اوکار وکړي.

ځینې سیاستوال وايي دې کار تنخاګانې ټیټې کړي، اوځینې کډوال د بریتانیا د ټولنیزې خیرښېګڼې د سیستم له دولتي وړیا مرستونه ناوړه ګټه اخلي. د هیواد د حاکمیت د له لاسه ورکولو په اړه هم اندېښنې شته دي. ځکه چې کېدای شي د بریتانیا په اړه ځینې فیصلې د وزیرانو له خوا په برسلز(برکسل)کې وشي.

د اروپايي اتحادېې پلویان وايي په اتحادېې کې پاتې کېدل بریتانیا ته اجازه ورکوي چې سترو تجارتي ډلو ته لاس رسی او په نړۍ کې سیاسي اغیز ولري.

د ټرایډینټ اتومي توغوندیو سیستم چې د څلورو اوبتلو په مرسته پرمخ بیول کېږي، د ډېرې مودې راهیسې یوه ناندره ییزه او د ډېرلګښت لرونکې مساله ده. د توغوندیو دا سیستم اوس زوړشوی او د خپل ژوند پاې ته نژدې کېدونکی دی، او باید یوه فیصله وشي چې آیا دا سیستم نوی شي که نه. دا اوبتلې د سکاټلینډ د فاسلین په سیمه کې ساتل کېږي، خو د سکاټلینډ ملي ګوند غواړي د توغندیو دا پروژه له منځه یوړل شي. کارګر ګوند ژمنه کړې چې د بریتانیا دا اټومي مخنیوونکی ځواک به نوی کړي، خو نه ېې دي ویلي چې د اوبتلو شمیر به په اوسنۍ کچه وساتي که نه.

محافظه کاره ګوند وايي پداسې حال کې چې اټومي تکنالوجۍ په نړۍ کې په خپرېدو ده، باید بریتانیا یو بشپړ اټومي مخنیوونکی ځواک ولري.

د ناټو د یوه غړي په توګه باید بریتانیا د خپل ناخالص ملي عاید ۲٪ پر دفاعي چارو ولګوي، خو معلومه نده چې په راتلونکي کې به دې کار ته دوام ورکړي که نه. دبریتانیا وسله وال ځواکونه مخ په کمېدو دي. دمثال په توګه، د پوځ شمیره له ۱۰۲۰۰۰ نه ۸۲۰۰۰ ته را کمېږي، او اوس د نورو ترڅنګ د چین او سعودي عربستان دفاعي لګښتونه له بریتانیا نه زیات شوي دي.

ورته مطالب