م.م: اسرائیل د غزې پر پناه ځایونو د بمبارۍ مسؤول دي

د انځور حقوق AFP

ملګري ملتونه د خپلو څېړنو په ترڅ کې دې پایلې ته رسېدلي، چې لږ ترلږه ۴۴ فلسطیني کډوال، چې د ملګرو ملتونو په ۷ مدرسو کې یې پناه اخیستې وه، په غزه کې د تېر دوبي جګړې په اسرائیلي بریدونو کې وژل شوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون وویل، هغه داسې کړنې غندي او ټینګار یې دا دی چې د ملګرو ملتونو پر مدرسو باید تېری ونه شي.

د دې څېړنو په ترڅ کې دا هم په ډاګه شوې، چې د ملګرو ملتونو درو تشو مدرسو کې د فلسطینیانو د کار وړ وسلې ساتل کېدې او ګومان کېده چې دوه ځلې له هغه ځایه د توغولو هوډ هم شوی و.

د ملګرو ملتونو په وینا، په ۲۱۹۸ نیول شویو کسانو کې ۱۴۸۶ فلسطیني ولسي وګړي وو او ۶۷ اسرائیلي وګړي چې ۶ یې ملکي دي، وژل شوي دي .

کړکېچن حالت

د تاوتریخوالي د زیاتېدو په درشل کې ښاغلي بان کي مون د نومبر په میاشت کې د ۱۰پېښو په اړه، چې د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو مدرسو کې رامنځ ته شوې وې، په ۲۰۱۴ کال کې د څېړنې اعلان وکړ.

دا څېړنې چې د هالنډي متقاعد جنرال پاتریک کامارت په مشرۍ کېدې، دواړو خواوو هم اسرائیل او هم د حماس ډلې چې پر غزې واکمن دي، د مرستو کولو وعدې ورکړې.

دا ۲۰۷ مخیزه راپور به محرم پاتې شي، خو د غورچاڼ په ډول لنډ د ملګرو ملتونو له خوا د دوشنبې پر ورځ خپور شو.

د دې راپور لنډیز کې راغلي، د نجونو پر یوې مدرسې د اسرائیلو لخوا ۸۸ هاوانونه ویشتل شوي، د نجونو یوه بله مدرسه د ټانک ضد پر مرمویو ویشتل شوې او دریمه مدرسه چې هغه هم د نجونو وه په راکټ ویشتل شوې.

د دې تر څنګ څلورمه مدرسه د اسرائیلي دولت له مخکیني خبرداري نه پرته د ۱۵۵ میلیمتري قوي مرمیو تر برید لاندې راغلې.

ښاغلی بان کي مون له دې لنډیز سره جوړه په یوه لیک کې لیکلي، "دا تر ټولو کړکېچن حالت دی او دغو پېښو د هغو کسانو باور ته زیان اړولی چا چې هلته پناه اخیستې وه. "

نوموړي دا خواشیني هم ښودلې چې فلسطیني اورپکو ډلو د ملګرو ملتونو له مدرسو نه د وسله تون په حیث کار اخیستلو سره هغه ځایونه له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د دغه راپور د موندنو پربنسټ د اورپکو وسلې په دریو مدرسو کې ساتل کېدې، خو هغه مهال له دغو مدرسو د پناه ځایونو په توګه کار نه اخیستل کېده.

رپوټ موندلې چې فلسطیني اورپکو د ګومان له مخې له دوو مدرسو ډزې کړې چې د ښاغلي بان کي مون په وینا، "د منلو وړ نه دي".

ورته مطالب