د نایجریا پوځ له سامبیا ځنګله "نژدې ۳۰۰ ښځې" وژغورلې

نایجریایي پوځ ویلي، د "بوکو حرام" سخت دریځې اورپکې ډلې له منګولو یې د سامبیا ځنګلي سیمه کې د پوځي عملیاتو پرمهال دوه سوه نجونې او ۹۳ ښځې ژغورلې دي.

پر دغې سیمې د "بوکو حرام اورپکه ډله واکمنه ده.

پوځ دا نه مني چې ګني په خوشې شویو ښځو او نجونو کې دې د چیبوک د تېر کال تښتول شوې نجونې هم وي.

"بوکو حرام" ډلې د ۲۰۱۴ کال اپریل کې تر ۲۰۰ ډېر نجونې له چیبوک کلي څېرمه سیمې وتښتولې.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي "دغه نجونې او ښځې د "بوکو حرام" اورپکې ډلې پرضد د پوځي عملیاتو په لړ کې ژغورل شوې دي".

د پوځ ویاند وايي، اوس له دغو نجونو سره مرکې او تحقیقات دوام لري.

نایجریايي پوځ وايي، د "بوکو حرام" اورپکې ډلې څلور مرکزونه یې ویجاړ کړي او ډېره اندازه وسله یې نیولې ده.

په نایجریا کې د بي بي سي خبریال تومي اولادیبو وايي، د نایجریا پوځ په وروستیو میاشتو کې د "بوکو حرام" ډلې تر کنټرول لاندې سیمو بېرته نیولو توانېدلی دی‎.

په تېر اکتوبر کې مخکیني حکومت ویلي و،، له سخت دریځې ډلې سره د اوربند یوې هوکړې ته رسېدلی، چې تښتول شوې نجونې یې په لړ کې باید خوشې شي، خو "بوکو حرام" ډلې دا خبره رد کړې وه.

په نایجریا کې ددغو نجونو تښتونې په ګرده نړۍ کې غوسه راوپاروله، چې د امریکا او چین په ګډون یوشمېر هېوادونو یې د لټون لپاره چمتووالی وښود.

د نایجریا په ګاونډ کې د نیجر حکومت هم د چاد په بحیره کې د خپلو ځواکونو او "بوکو حرام" اورپکې ډلې ترمنځ د جګړې په اړه جزییات ورکړي.

د انځور حقوق AP
Image caption د نایجریا پوځ وايي، په ژغورل شویو ښځو کې د چیبوک له سیمې تښتول شوې ښځې او نجونې نه شته

سرچینه وايي، پر "کارامګاه" ټاپو د "بوکو حرام" ډلې په برید کې لږترلږه ۲۸ ولسي وګړي ووژل شول، خو ددوی ۴۸ سرتېري هم په جګړه کې له منځه ولاړل، خو په مقابل کې ۱۵۰ اورپکي ووژل شول.

په کورنیو رسنیو کې د جګړې پرمهال حکومتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه ورکړل شوي دي.

د "بوکو حرام" اورپکې ډلې او پرضد یې د حکومت پوځي عملیاتو په لړ کې له ۲۰۱۲ کال راهیسې تر ۱۵۵۰۰ ډېر خلک وژل شوي.

په وروستیو کې د ناامنیو لمن ګاونډیو نیجر، چاد او کیمیرون ته هم غځېدلې ده.