سعودي پاچا د مقرن پرځای شهزاده محمد بن نایف وليعهد ټاکلی

د انځور حقوق AP

د سعودي پاچا سلمان بن عبد العزیز د شاهي فرمان پربنسټ د شهزاده مقرن بن عبد العزیز پر ځای خپل وراره شهزاده محمد بن نایف ولیعهد ټاکلی دی.

شهزاده محمد بن نایف د سعودي واکمنې کورنې د شاهي نظام د بنسټګر عبدالعزیز آل سعود لومړی لمسی دی.

د سعودي رسمي خبري اژانس ویلي، د پاچا سلمان په فرمان کې شهزاده محمد بن سلمان هم په ضمني ډول ولیعهد نوموړل شوی.

سرچینه وايي، د پاچا سلمان په فرمان کې راغلي "په ۱۴۳۶/۷/۱۰ هجري قمري نېټه د شهزاده مقرن بن عبد العزیز ال سعود له خوا تر غوښتنلیک لوستلو وروسته، چې نوموړي پکې له ولیعهدۍ د ځان د ګوښه کېدو غوښتنه کړې وه، موږ یې غوښتنه ومنله".

پاچا سلمان، شهزاده محمد بن سلمان بن عبد العزیز آل سعود د ولیعهد – ولیعهد، د وزیرانو شورا مرستیال مشر، ددفاع وزیر او د اقتصادي او پراختیايي چارو د شورا مشر په توګه هم ټاکلی دی.

د شاهي فرمان له مخې، په واشنګټن کې د سعودي سفیر عادل الجبیر د بهرنیو چارو د اوسني وزیر شهزاده سعود الفیصل پرځای د بهرنیو چارو وزیر نومول شوی.

د سعودي تلویزیون ویلي، پاچا سلمان بن عبد العزیز خالد الفالح د روغتیا وزیر او د سعودي "آرامکو" شرکت د اداري شورا مشر هم ټاکلی دی.

"لومړی نسل"

شهزاده مقرن بن عبد العزیز آل سعود په تېره جنورۍ کې د پاچا عبدالله له مړینې او د ده د ورور سلمان تر پاچا کېدو وروسته ولیعهد ټاکل شوی و.

مقرن اوس د عمر په اویایمه لسیزه کې دی، چې د سعودي د شاهي نظام د بنسټګر او لومړي پاچا عبد العزیز د بچیانو له لومړي نسل څخه ګڼل کېږي.

نوموړی د ۲۰۱۲ کال په جولای کې د سعودي د استخباراتو له مشرۍ لیرې شو. ګڼو څارونکو هغه مهال دا ګام د شهزاده د شان کمولو په معنا تعبیر کړی و.

خو د سعودي مخکیني پاچا عبدالله د یاد کال په فبرورۍ کې د هغه وخت د ولیعهد سلمان ولیعهد ټاکلی و.