د نیپال له زلزلې وروسته زر اروپایان ورک دي

د انځور حقوق AP
Image caption هر کال په زرګونو سیلانیان او غره ختونکي نیپال ته ځي چې له هغه ځایه د نړۍ تر ټولو لوړ غر، یوېرېست ته وخېژي.

چارواکي هڅه کوي هغه زر اروپايي وګړي وموندي چې د نیپال له زلزلې وروسته، دا دی یوه اونۍ کېږي چې د مړي او ژوندي درک یې نه لګي.

د اروپايي ټولنې یوه چارواکي وویل چې ګمان کېږي ډیری کسان یې د یوېرېست غره ته نژدې سیمو کې او یا له مرکز سره په پرې شوو سیمو کې په پښو په مزله لګیا وي.

تمه کېږي ډیری يې په هغو لرو پرتو سیمو کې ژوندي پاتې وي چې اړیکه یې پرې شوې.

Image caption د نیپال د زلزلې پر مهال ډېر سیلانیان د زړو معبدونو او تاریخي سیمو په لیدو بوخت ول.

سره له دې چې نړېوالې مرستندویه او نیپالۍ ډلې په پلازمېنې کتماندو او شاوخوا سیمو کې د مرستو په رسولو بوختې دي، د ځمک- ښوېدنې او خرابې هوا د لرې پرتو سیمو نښلوونکي سړکونه او لیکې شلولي او هر ډول مرسته ننګوي.

یوه ل

اره چې د مرستو رسول د څرخي الوتکو په مټ دی هم د الوتکو د کمۍ له امله ټکنۍ شوې.

په داسې حال کې چې د بشري مرستو لپاره اړتیا لا ډېره لیدل کېږي، نیپال د بهرنۍ مرستي غوښته کړې ده په تېره بیا د څرخي الوتکو.

د انځور حقوق AFP
Image caption اوس د نیپال د دولت لومړنۍ غوښتنه د څرخي الوتکو ده چې وکړای شي مرستې لېرې سیمو ته ورسوي.

د مرستې رسولو تجربې په دې څو روځو کې وښودله چې څرخي الوتکې په آسان کولی شي مرستې هغو سیمو ته ورسوي چې نه موټر او نه هم پلي څوک ورتلای شي.

د نیپال دولت شل څرخي الوتکې د مرستو د رسولو لپاره لري چې په داسې یوه ناورین کې ویل کېږي چې بسنه نه کوي.

د ژغورنې او مرستې رسولو په کار کې، د نیپال خلک، پوځ او بهرني مرستندویان په ګډه لګیا دي.

د پنجشنبه په ورځ یو پنځلس کلن هلک او یوه مېرمن وروسته له پنځو ورځو د خاورو له لاندې راواېستل شول چې ډېرو خلکو ته یې د دې تمه پیدا کړه چې کېدای شي ځینې نور کسان هم ژوندي پاتې وي.

ورته مطالب