د بريتانيا شهزاده وېليم او کېټ لور زيږېدلې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تراوسه د ماشومې لپاره نوم نه دی غوره شوی، خو کېدای شي يو له دغو نومونو اليکس، سټيله، روز او شارلټ ورته وټاکل شي

د کېنزېنګټن ماڼۍ په وینا د بريتانيا د شهزاده وېليم او ډيچز اف کېمبرج (کېټ مېډلټون) لور زيږېدلې ده.

د راپورونو له مخې ماشومه شنبه (۲ مۍ) سهار ۸:۳۴ په سينټ مېري روغتون کې زيږېدلې او ويل کېږي د دواړو روغتيايي حالت ښه دی.

دا نوې زيږېدلې ماشومه د بريتانيا د ملکې يوه له پنځو کړوسيانو ده.

د انځور حقوق PA

په زرګونو کسان د روغتون مخې ته راغونډ شوي وو چې نوې زيږېدلې ماشومه وګوري.

تراوسه ددې ماشومې لپاره نوم نه دی غوره شوی، خو کېدای شي په نژدې راتلونکي يو له دغو نومونو اليکس، سټيله، روز او شارلټ ورته وټاکل شي.

د بريتانيا لومړي وزير ډېويډ کامېرون د ټويټر له لارې وېليم او مېرمنې ته يې د نوې ماشومې د زيږيدو له کبله مبارکي ورکړې ده.

دا نوې زيږېدلې ماشومه به د بريتانيا د تخت لپاره په څلور نمبر وي.

د انځور حقوق AP
Image caption د راپورونو له مخې ماشومه شنبې، ۲ د مۍ سهار ۸:۳۴ زيږېدلې ده
د انځور حقوق PA
Image caption په زرګونو کسانو د روغتون مخې ته راغونډ شوي چې نوې زيږېدلې ماشومه وګوري