درېيم ځل لپاره صولت مرزا ته د اعدام حکم واورول شو

Image caption دا درېيم ځل دی چې صولت مرزا ته د اعدام سزا اورول کېږي

د پاکستان د سياسي ګوند متحده قومي مومېنټ پخواني کارکوونکي صولت مرزا ته د ترهګرۍ پر وړاندې محکمې د مرګ سزا واوروله.

د پاکستان دولتي تلويزيون په وينا صولت مراز به د مۍ پر ۱۲ اعدام شي.

صولت مرزا د بلوچستان په مچ بندځای کې بند دی او د درېيم ځل لپاره ورته د مرګ سزا اورول کېږي.

تر دې وړاندې يې د ګنو علتونو له کبله د مرګ سزا ځنډول شوې وه.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ويلي وو چې د صولت مرزا د مرګ سزا يې د خرابې روغتيا له کبله ځنډولې وه.

له دې وړاندې په يوه ويډيو کې صولت مرزا پر متحده قومي مومنټ او د هغو پر ځينو مشرانو تور لګولی و چې په تښتونو او وژنو کې لاس لري او له حکومت يې غوښتي وو چې د مرګ سزا يې وځنډول شي ترڅو تورن کسان افشا کړي.

صولت مرزا ويلي وو غواړي د اېم کيو اېم کارکوونکو اصلي څېره دنيا ته وښيي.

نوموړي په يوه ويډيو کې ويلي چې "د ايم کيو ايم مشر الطاف حسين په وينا يې شاهد حامد وژلی. دی وايي په اېم کيو اېم کې چې څوک مشهور شي يا غواړي ښه کار وکړي، الطاف حسين يې وژني".

د متحده قومي مومېنټ مشر الطاف حسين د صولت مرزا له خوا لګول شوي تورونه رد کړل او وايي دا ډول تورونه يې د ګوند پر وړاندې يوه سياسي دسيسه ده.

بي بي سي ته د مچ بندځای کارکوونکو ويلي، تر اوسه يې د صولت مرزا د اعدام په اړه ليکل شوی حکم نه دی ترلاسه کړی.

ورته مطالب