خوشحالي او نشه نه کول عمر اوږدولی شي

د انځور حقوق
Image caption څېړونکو د څېړنې پایله کې ویلي، د ژوند په څرنګوالي کې معمولي بدلون راوستل هم د انسان عمر ډېرولی شي، لکه په منظم ډول په پښو تګ، خواږه څیزونه، مالګه او غوړي لږ خوړل/څښل، او یا لږ درمل خوړل.

په تېرو پنځوسو کلونو راهیسې د ژوند د څرنګوالي او عمر ترمنځ د تړاو په اړه څېړنې روانې دي، چې بالاخره اوس په سویډن کې څېړونکو د اوږده عمر ځینې ممکنه لاملونه وموندل.

په دې څېړنه کې تر ډېره زیات عمر لرونکو کسانو ګډون کړی دی.

څېړنه وايي، په شاوخوا ۸۵۵ هغو سپین ږیرو کسانو کې ایله لس یې تر سل کلنۍ پورې رسېږي، چې نشه نه کوي او نه هم کوم بل عم لري، د دوی ظاهري ونې سمې دي، فشار او د وینې کولسټرول یې هم ټیټ وي.

دغو ټولو سپین ږیرو کسانو تر ۵۴ کلنۍ پورې خپل معمول کار ته دوام ورکړی، او د ورځې یې تر څلورو پیالو ډېره قهوه هم نه ده څښلې، پنځوس کلنۍ کې د خپلو شخصي کورونو څښتن وو، خو زیاترو ته یې ساه لنډي نه وه پیدا شوې.

په څېړنه کې راغلي، ددغې ټولګې ۲۷ سلنه کسان تر اتیا کلنۍ پورې ژوندي وو، ۱۳ سلنې یې تر نوي کلنۍ پورې او ۱ سلنې یې تر سل کلنۍ پورې ژوند کړی.

څېړونکو د څېړنې پایله کې ویلي، د ژوند په څرنګوالي کې معمولي بدلون راوستل هم د انسان عمر ډېرولی شي، لکه په منظم ډول په پښو تګ، خواږه څیزونه، مالګه او غوړي لږ خوړل/څښل، او یا لږ درمل خوړل.

خو څېړونکو د ټیټ کولسټرول په منظمو ساتلو کې د نشې نه کول او تل خوښ اوسېدل ډېر اغېزناک بولي، چې وايي، همدا د اوږد ژوند کولو یو مهم راز او لامل ګرځېدلی شي.